په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز وايي، چې حکومت يې پر وروستيو ترورېستي پېښو سربېره له وسله والو پاکستاني طالبانو سره خبرو اترو ته چمتو دى.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې خبريالانو ته د خبرو پر مهال وويل، چې حکومت يې غواړي چې له پاکستاني وسله والو طالبانو سره خبرې وکړي او له دې لارې په پاکستان کې سوله راولي.
د هغه په وينا، د پاکستاني وسله والو طالبانو ډېرې ډلې غواړي، چې له حکومت سره خبرې وکړي او وسله وغورځوي.
نوموړي همدا راز وويل، چې د خيبر پښتونخوا د وروستيو بريدونو مسووليت پاکستاني وسله والو طالبانو نه دى منلى، چې له دې داسې برېښي، چې د دغو بريدونو تر شا ځينې کورني او بهرني قوتونه دي، چې نه غواړي د پاکستاني حکومت او وسله والو ترمنځ خبرې پيل شي.
خو د سياسي چارو کارپوهان بيا وايي، چې بهرني قوتونه، نه بلکې د پاکستان په استخباراتي ادارې ISI او پوځ کې ځينې ځانګړې کړۍ نه غواړي، چې په سيمه کې، په ځانګړې توګه په قبايلو او افغانستان کې امن راشي او د پاکستاني وسله والو او د ددغه هېواد د حکومت ترمنځ خبرې پيل شي.
د سياسي او روانو چارو کارپوه نظيف خان له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:
"پاکستان د خپل سياست د لاسه د جهاني ترهګرۍ مرکز دى. دلته يو کم اويا ٦٩ ترهګر تنظيمونه وجود لري. بيا د پاکستان په استخباراتي ادارې او پاکستاني پوځ کې داسې خلک شته، چې امن نه غواړي، هغوى کوشش کوي چې له پاکستاني وسله والو سره د موجوده حکومت او سياسي ګوندونو خبرې پيل نه شي او نه غواړي چې په افغانستان، قبايلي سيمې او پاکستان کې امن راشي."
سرتاج عزيز په داسې حال کې له پاکستاني وسله والو سره د خبرو اترو لپاره چمتووالى ښودلى، چې د چهارشنبې په ورځ د پاکستاني طالبانو وياند شاهدالله شاهد له يوې بهرنۍ خبري ادارې سره په خبرو کې ويلي وو، که پر قبايلي سيمو د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه ونه درېږي، نو له حکومت سره به نه خبرې او نه هم ډز بندي وکړي.
تر دې مخکې دوى له حکومت سره د خبرو اترو لپاره يواځې دوه شرطونه، له قبايلي سيمو څخه د پوځ وېستل او د خپلو بندي ملګريو خوشې کول ايښي وو.
ياده دې وي، چې په خيبر پښتونخوا کې په يوه اوونۍ کې درې سترې چاودنې شوې وې، چې يواځې د پېښور_چارسدې پر لويه لار د مامورينو په موټر کې د بمي چاودنې مسووليت پاکستاني طالبانو منلى و، چې ٢٥ تنه پکې وژل شوي او له ٣٦ زيات پکې ټپيان شوي وو.
راپور: ذبيح الله شفق، پېښور