د ننګرهار د اطلاعات او کلتور ریاست د جلال اباد د عيدګاه مسجد ته څېرمه څلورلارې د پښتنو د ستر مشر پاچاخان په نوم ونوموله.
د اطلاعات او کلتور رييس اورنګ صميم وايي دا، چې د اکتوبر دویمه په نړۍ کې د عدم تشدد نړېواله ورځ په بېلابېلو غونډو نمانځل کیږي، نو دوي هم د دې ورځې په مناسبت د جلال اباد د عیدګاه مسجد ته څېرمه واټ د عدم تشدد د ستر سالار خان عبدالغفار خان په نوم ونوماوه:
"موږ د یو شمېر فرهنګيانو په غوښتنه، چې له دې وړاندې يي ټینګار کړی و، چې باید د پاچا خان په نامه یو واټ ونومول شي، د هغوي غوښتنه مو ترسره کړه او دا دی نن تاسې شاهد یاستئ، چې د پاچاخان مزار ته نیږدې واټ مو د هغه په نوم ونوماوه".
په همدې مناسبت د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار د قبایلو چارو په رياست کې د خان عبدالغفار خان په ویاړ یوه غونډه هم ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د مدني ټولنو غړو او یو شمېر فرهنګيانو خوښي ښکاره کړه، چې په جلال اباد کې د هغه ستر شخصيت نمانځنه کیږي، چې اوس نړۍ د هغه د فلسفې پیروي کوي.
دوی وايي، اوس ټول ځوانان پر دې پوه شوي، چې د پاچاخان مفکوره د سیمې او نړۍ په ګټه ده او په همدې ګڼ شمېر ځوانان اوس د نوموړې د فکر پيروي کوي:
"حیران: دا د خوښی ځای دی، چې د عدم تشدد ستر سالار پاچاخان په ویاړ غونډه ترسره کیږي او دده په نوم دلته یو واټ نومول کیږي، ځکه پاچاخان داسې یو شخصيت و، چې د هغه له فلسفې نه اوس هم په نړۍ کې ډير شخصيتونه ګټه اخلي.
ډاکټرفض محمد ځلان: اوس ځوانان پر دې پوه شوي،چې د پاچاخان مبارزه د سولې او یوالي د رامنځته کیدو په خاطر وه او ګڼ شمېر ځوانان اوس د هغه د لارې پیروي کوي"
خان عبدالغفار خان هغه مهال د خپل وصيت له مخې د ننګرهار عیدګاه مسجد ته څېرمه په یوه هديره کې خښښ شوی، چې اوس د هغه پر مزار د رغيدو کار روان دی او په راتلوونکو نږدې ورځو کې به د مزار ټولې چارې بشپړې شي.
ننګرهار ـ شاه محمود شینواری