د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۳

له امريکا سره د امنيتي او دفاعي همکاريو د تړون مخې ته ګواښونه


د افغانستان حکومت څرګنده کړه چې له امريکا سره د امنيتي او دفاعي همکاريو د تړون لاسليکولو چارې اوس ولسمشر حامد کرزي مخته وړي.

دا پريکړه په دې پسې شوې ده چې د دوشنبې په ورځ د امريکا دفاع وزير چک هيګل وويل، له کابل سره د امنيتي همکاريو تړون خورا مهم دي ځکه چې بهرني ځواکونه د راتلونکي کال تر دسمبر پورې له افغانستانه وځي نو پکار ده چې د اکتوبر تر پايه خبره معلومه شي، څو امريکايي ځواکونه له همدې پريکړې سره سم خپل پلان جوړ کړي.

کابل وايي، هغه پلان چې له مخې يې امريکايي ځواکونه په افغانستان کې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته د القاعده د بقاياو پرضد جګړه وکړي، له ګواښ سره مخامخ شوي دي، ځکه چې له امريکايانو سره هغه مهال د پوځي عملياتو د کولو موافقه نه ده شوې.

امريکا فشار راوستي دي چې له افغانستان سره بايد د امنيتي همکاريو تړون د روانې مياشتې تر وروستيو وشي. د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي وويل، نو حامد کرزي به اوس د دغو خبرو مشري په مستقيم ډول کوي.

فرانس پريس اژانس څرګندوي چې امريکا غواړي د راتلونکي ميلادي کال تر پايه له افغانستانه خپل اووه پنځوس زره عسکر وباسي، خو پلان دا دي چې يو شمير اډې وساتي او لږ ځواکونه، شاوخوا لس زره په افغانستان کې پريږدي.

ايمل فيضي د سې شنبې په ورځ ناوخته په کابل کې وويل، امريکا غواړي چې ازادانه پوځي عمليات وکړي او د شپې په مخه کورونه تلاشي کړي.

ايمل فيضي زياته کړه چې؛ د امريکايان په باور په افغانستان کې د القاعده شاوخوا پنځه اويا تنه شته او د امنيتي همکاريو تړون د لسو کلونو په مخه ده، نو دا غوښتنه چې د افغانستان په هره سيمه کې دې امريکايي پوځيان د عملياتو اجازه ولري، څه نا اشنا غوښتنه ده. د ولسمشر کرزي وياند بيا وويل، افغانانو ته دا د منلو نه ده چې امريکا د پوځي عملياتو يو اړخيز حق ولري.

د امنيتي چارو څيړونکي جنرال عبدالواحد طاقت ازادي راډيو ته وويل چې د امنيي همکاريو د تړون هدف همدا دي چې امريکايي ځواکونه تر دوه زره څوارلسم کال وروسته هم په افغانستان کې عمليات وکړي.

د ولسمشر حامد کرزي وياند بيا څرګندوي چې له امريکا سره د اختلاف يو ټکي همدا دي چې افغانستان له امريکا غواړي چې د افغانستان دفاع په هغه حالت کې وکړي، چې بل هيواد پر افغانستان بريد کوي.

ايمل فيضي په دې برخه کې وويل، دا هم تيري دي چې ترورستان دلته د ځان وژونکو بريدونو لپاره رااستول کيږي. د فرانس پريس اژانس په باور د افغان ولسمشر وياند په دې ډول په پاکستان کې ميشتو وسله والو ته اشاره کوله چې افغانستان باور لري چې د پاکستان استخباراتي ادارې يې شاته ولاړې دي.

ولسمشر کرزي پخوا ويلي و چې دي بيړه نه لري چې دغه تړون ژر لاسليک کړي او ښايي د بل ولسمشر تر غوره کيدو پورې دا کار ونه شي، خو ايمل فيضي څرګنده کړه، که چيرته له امريکا سره د امنيتي همکاريو تړون اوسني ولسمشر لاسليک کړي او پکې ځيني ټکي سم نه شي، نو دي به له تاريخي پلوه مسوول بلل کيږي.
XS
SM
MD
LG