ډاکتراشرف غني احمدزي د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ګډون لپاره له خپلې دولتي دندې استعفی وکړه،نوموړی د انتقال د پروسې د کمیسیون رییس و.
د افغانستان د انتخاباتو د قانون له مخې هغه څوک چې؛ ځان انتخاباتو ته کاندیدوي، باید له دولتي دندې استعفا وکړي.
بل خوا د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، تر اوسه د جمهوري ریاست انتخاباتو ته یوازې یوه کاندید خپل نوم ثبت کړی او له احتمالي کاندیدانو غواړي چې په راتلونکو څو ورځو کې دې کمیسیون ته مراجعه وکړي.
ډاکتر اشرف غني احمدزی د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته یو له مطرحو احتمالي کاندیدانو څخه بلل کیږي چې له خپلې دولتي دندې یې استعفا وکړه.
د نوموړي دفتر ازادي راډیو ته وویل چې؛ ښاغلي احمدزي د انتقال د پروسې د کمیسیون له ریاست څخه خپله استعفی جمهوري ریاست ته لیږلې.
د افغانستان د انتخاباتو د قانون له مخې د جمهوري ریاست، ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو کوم کاندید که دولتي وظیفه ولري، باید استعفا وکړي.
ټاکل شوې ښاغلی احمدزی په څو ورځو کې د جمهوري ریاست څوکۍ ته رسماً خپله کاندیداتوري اعلان کړي.
د افغانستان د انتخاباتو د قانون له مخې هغه څوک چې غواړي انتخاباتو ته ځان کاندید کړي، باید له خپلې دولتي دندې استعفی وکړي.
تر اوسه څرګنده نه ده چې د نوموړي مرستیالان به څوک وي.
تر دې مخکې د ولسي جرګې غړي محمد محقق له خپلې دندې استعفی کړې وه.
ویل کیږي، نوموړی د ډاکترعبدالله عبدالله د یوه مرستیال په توګه د جمهوري ریاست انتخاباتو ته دریږي.
بل خوا په داسې حال کې چې؛ د کاندیدانو د نوم لیکنې د بهیر ختمیدو ته څو ورځې پاتې دي تر اوسه له یوه کس پرته هیچا هم خپله کاندیداتوري رسماً نه ده اعلان کړې.
بسم الله شیر تر اوسه د افغانستان جمهوري ریاست ته یوازینی رسمي کاندید دی.
د دوشنبې په ورځ د دې کمیسیون د دارالانشا رییس ضیاالحق امرخیل له خبریالانو سره په خبرو کې له احتمالي کاندیدانو وغوښتل چې؛ د روانې میزان میاشتې له څوارلسمې نیټې مخکې خپل نومونه ثبت کړي.
ښاغلي امرخیل وویل چې؛ تر اوسه د جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره درې اویا احتمالي کاندیدانو معلوماتې پاڼې اخیستي چې درې یې ښځې دي.
نوموړي وویل چې؛ د ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته په ټولو ولایتونو کې څه باندې نه سوو کسانو تراوسه ځانونه کاندید کړي دي.
ډاکتر زلمی رسول، عبدالرب رسول سیاف، قیوم کرزی، علي احمد جلالي او ځینې نور کسان هم د جمهوري ریاست انتخاباتو ته له احتمالي کاندیدانو څخه بلل کیږي.
د راپورونو له مخې د سیاسي کړیو او ایتلافونو ترمنځ راتلونکو انتخاباتو ته چڼې تر ډيره د کاندیدانو د مرستیالۍ په څوکۍ روانې دي.
د همدغو نادریو له امله په دې وروستیو کې د انتخاباتو لپاره په جوړو شویو ځینو ایتلافونو کې درزونه هم رامنځ ته شول.