د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۳

احمدزی: د امنیتي سند په اړه په کابل کې اته ځله خبرې شوي دي


له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند بحث ته ټاکل شوي افغان مرکچېان وایي چې؛ له شااوخوا یوې میاشتې را په دې خوا یې د دې سند په اړه اته ځله خبرې کړي دي.

ډاکتر اشرف غني احمدزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې؛ دواړه لوري امریکا او افغانستان د امنیتي سند لاسلیک ته نږدې شوي دي.

له امریکا سره د امنیتي سند په اړه خبرې په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانیستل کیدو سره وځنډیدې، خو څه باندې یوه میاشت وړاندې د نویو مرکچېانو له خوا په غیر رسمي توګه بیرته پيل شوې.

له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند بحث ته ټاکل شوي افغان مرکچېان وایي چې؛ د دې سند تخنیکې پړاوونه بشپړ شوي او یوازې د جمهور ریس او ملي شورا پریکړو ته منتظر دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې؛ ولسمشرحامد کرزی او افغانان به د دې سند په لاسلیکیدو له امریکا سره موافقه وکړي او که نه، خو د امریکایي چارواکو غوښتنه دا ده چې؛ دا سند باید په راتلونکې میلادي میاشت کې نهایي شي.

له امریکا سره د امنیتي سند افغان مرکچې او د امنیتي انتقال د کمیسیون مشر ډاکتر اشرف غنی احمدزی وایي چې تراوسه یې له امریکایي چارواکو سره اته ځلې په کابل کې ددې سند په اړه خبرې کړي:

"موږ له اته ځلو ډیرې خبرې کړي دي، پرمختګ ډیر ښه دی، تخنیکې مسایل حل شوي دي، اوس رسیږو هغې مرحلې ته چې سیاسي او بنیادي فیصلې په کار دي او هغه بنیادي او سیاسي فیصلې باید د دوه منتخبو بنسټونو له خوا وشي چې اول یې ولسمشر دی او بل یې ولسي جرګه."

که څه هم ښاغلي احمدزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ونه ویل چې؛ افغان حکومت به له امریکا سره دغه سند څه وخت نهایي کړي، خو زیاته یې کړه چې پرمختګ په زړه پورې دی او په دې اړه سیاسي پریکړې لږ وخت ته اړتیا لري.

افغان حکومت په قطر کې طالبانو ته د دفتر له پرانستل کیدو سره سم له امریکا سره د امنیتي سند پر سر خبرې وځنډولې، خو کابو یوه میاشت وړاندې د ا افغان او امریکایي نویو مرکچېانو له خوا بیرته پيل شوې.

پخوا دا مذاکرات په واشنګټن کې د افغان سفیر اکلیل حکیمي او د افغانستان او پاکستان له خوا د امریکا د ځانګړي استازي د مرستیال جیمز وارلک په مشرۍ پر مخ تللې.

خو اوس دغه خبرې د افغانستان له خوا اشرف غني احمدزی او رنګین دادفر سپنتا او د امریکا له خوا په کابل کې د هغوی سفیر جیمزکننګهم او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قومندان جوزف ډانفورد پرمخ بیایي.

څه موده وړاندې ولسمشر حامد کرزي وویل چې امریکا باید ددې سند په چوکاټ کې د افغان حکومت د ځینو نورو شراېطو ترڅنګ دا هم ومني چې که کوم هیواد په افغانستان حمله کوي دوی باید د افغانانو دفاع وکړي.

ډآکتر اشرف غني احمدزی هم دا یوه حساسه موضوع بولي:

"موږ په خپلو خبرو کې ددې موضوع په اړه ډیرجدي یو، د بهرنیو د حملې تعریف یوه حیاتي موضوع ده، دې موضوع ته ولسمشر حامد کرزي هم اشاره کړې چې په اړه یې باید موافقې ته ورسیږو، ددې موضوع لپاره باید داسې چوکاټ جوړ شي چې زمونږ قناعت حاصل کړي."

افغان حکومت ویلي هرکله چې له امریکا سره د امنیتي سند په اړه خبرې نهایي شي، نو د لاسلیک د پریکړې په اړه به یې لویه جرګه راغواړي.

که څه هم په افغانستان کې یوشمیر کړۍ ددې سند له لاسلیکیدو سره مخالفې دي، خو کارپوهان وایي له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند لاسلیکیدل د افغانستان د راتلونکې امنیت او ثبات لپاره مثبت ګام دی.

راپور: اسدالله "لودین"
XS
SM
MD
LG