د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۰

د روحاني او اوباما ټیليفوني خبرو عکس العملونه پارولي


د ايران ولسمشر حسن روحاني نيويارک ته تر سفر وروسته پرون تهران ته ستون شو. د ده سفر- د نړيوالو رسنيو زيات پام ځان ته واړاوه.

دغو رسنيو ته جالبه مسئله د ايران د اټومي پروګرام په اړه د روحاني له ډيپلوماسۍ ډکه لهجه او نرم دريځ و.

د امريکا له ولسمشر سره د روحاني ټليفوني خبرو هم په رسنيو او خلکو کې غوغا جوړه کړې ده.

روحاني د ايران لومړى ولسمشر دى، چې تر درېيو لسيزو وروسته د امريکا له مشرانو سره خبرې کوي.

د ايران ولسمشر حسن روحاني له خپل امريکايي سيال بارک اوباما سره تر لنډو ټليفوني خبرو وروسته په تهران کې له بېلابېلو عکس العملونو سره مخامخ شو.

ايراني رسنيو راپور ورکړى، چې په سلګونو کسان د روحاني د هرکلي لپاره د تهران هوايي ډګر ته ورغلي وو، دى له نيويارک څخه روان شوى و.

خو د هغو کسانو شمېر سلو ته رسېده چې د روحاني او اوباما د خبرو مخالفان وو.

دوى ”مرګ پر امريکا“ شعارونه ورکول او د روحاني پر موټر يې هګۍ او روميان وويشتل.

د ايران ولسمشر حسن روحاني د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نيويارک ته تللى و، تهران ته تر ستنېدو وروسته يې وويل، له اوباما سره يې پنځلس دقيقه يي خبرې د ايران پر اټومي پروګرام متمرکزې وې:

”له ښاغلي اوباما سره مو چې پر ټليفون بحث درلود، عمدتاً يې موضوع اټومي پروګرام و. په هغو خبرو کې مې وويل چې د ايران اټومي پروګرام، نه يوازې د ايرانيانو حق او د ايران د پراختيا بحث دى، بلکې تر ډېره د ايران د ملت د غرور بحث دى، هغه وويل چې موږ د ايران د اټومي پروګرام حق منو“

په ١٩٧٩م کال کې د ايران تر اسلامي انقلاب وروسته دا لومړى ځل دى چې د ايران او امريکا مشران په خپلو کې خبرې کوي.

امريکايي چارواکي وايي ايران د جمعې په ورځ د دغو ټليفوني خبرو غوښتنه کړې وه.

تر دغو خبرو وروسته د امريکا د ولسمشر بارک اوباما په خبرو کې هم هيله څرګندېده:

”په دې باور يم چې د مسئلې د حل لپاره زمينه برابره ده. د ايران وتلي مشر د اټومي وسلو د جوړولو پرضد فتوا صادره کړې ده، ولسمشر روحاني ويلي چې ايران به هېڅکله اټومي وسله جوړه نه کړي، ما دا واضح کړه چې سوله ييزې اټومي انرژۍ ته د ايران د خلکو د لاسرسۍ د حق درناوى کوو، خو په داسې چوکاټ کې چې ايران خپل وجايب پرځاى کړي“

د امريکا ولسمشر زياته کړه، چې روحاني او کاري ډلې يې ځان موظف کړى، چې يوه توافق ته د رسېدو لپاره به کار کوي.

په ملګرو ملتونو کې هم چارواکي وايي، چې دا ځل يې له تهرانه له هيلو ډکې نښې ليدلې دي.

ظاهراً داسې ښکاري چې د حسن روحاني نرم دريځ به د ايران د ستر مذهبي مشر ايت اله علي خامنه اي له ملاتړه برخمن وي.

بيا هم کارپوهان په دې باور دي، چې د اټومي پروګرام او بهرني سياست په برخه کې علي خامنه اي وروستۍ پرېکړه کوي، خو روحاني ټينګار کړى، چې په دې دواړو مواردو کې بشپړ واک لري.
XS
SM
MD
LG