په بلوچستان کې د پرونۍ زلزلې د قربانيانو شمېر تر دوو سوو اوښتى او شاوخوا څلور سوه تنه پکې ټپيان شوي دي. د دې زلزلې شدت اووه اعشاره اته درجې وو.
د بلوچستان آواران سيمه تر ټولو زياته له زلزلې اغېزمنه شوې ده، خو اوسېدونکي يې وايي چې مرستندويې چارې ډېرې ټکنۍ دي او امکان شته چې د مړيو شمېر نور هم زيات شي.
د سې شنبې په ماښام په بلوچستان کې راغلې زلزلې د ايالت په جنوبي او جنوب لوېديځو بلوڅي سيمو تر ټولو زيات تاوان اړولى دى، په آواران، کېچ، تربت، پنجګور، چاغي، خضدار او ګوادر سيمو کې زلزلې په شاوخوا پينځلسو کليو کې سلګونه کورونه نړولي دي چې له امله يې زيات خلک تر خاورو لاندې شوي او له برايي شپې راهيسې يې د مړيو او ټپيانو د را ايستلو لړۍ دوام لري. يو تن د زلزلې د ټکانونو په اړه وايي:
«د زلزلې په وخت موږ ورته کتل چې ټول کور مو را نړېده، موږ له هغه ځايه را منډې کړې، د کور ټول خلک مو وکتل ټول سلامت وو، خو دوه ځايه خلک تر خاورو لاندې وو، هغه مو را و ايستل، د يو دوو تنو لاسونه مات وو، نور سلامت وو»
د اواران سيمې اوسېدونکي وايي چې؛ تر اوسه لا هم له خاورو څخه د خلکو د را ايستلو مرستندوى کارونه ډېر ټکني دي، ځکه خو د مړيو شمېر لا پسې زياتېږي. د آواران سيمې په روغتون کې شاوخوا اويا ټپيان پراته دي، خو خلک وايي په روغتون کې طبي اسانتياوې نشته چې له امله يې ټپيان د سختو ټپونو له امله ساه ورکوي.
د اواران سيمې په روغتون کې يو تن- چې ټپيان يې راوړي- وايي:
«تر زلزلې وروسته زه د بېجي، لياقت اباد او ډلبادار په نوم کليو ته لاړم، لږ تر لږه هلته دوه سوه کورونه دي، يو هم سلامت پاته نه دى، موږ هلته ډېر مړي او ټپيان را و ايستل او دلته روغتون ته مو راوړل، خو دلته هيڅ اسانتياوې نه شته، هغه ناروغان چې مړه شول هغه خو مړه شول، خو هغه چې ټپيان دي، د هغوى لپاره په روغتون کې اوبه هم نه شته»
يو ځايي خبريال اسماعيل ساسولي چې زلزله ځپليو کليو ته ورغلى، وايي تر اوسه پورې لا هم په دغو سيمو کې مرستندوى کارونه ډېر ټکني دي، ځکه لا هم د مړيو شمېر زياتېږي، حکومت د آواران سيمې په روغتون کې بيړنى حالت اعلان کړى وو، خو دى وايي چې هلته هيڅ ډول طبي اسانتياوې نه شته:
«د لباج، ګچکور، ډل يعقوب او ډل محمدجان سيمې او نورې هم ډېرې سيمې زلزلې اغېزمنې کړې دي، زه اوس له لباج سيمې راغلم، هلته کورونه په بشپړه توګه نړېدلي وو، خو د مرستو کارونه د حکومت له خوا نه تر سترګو کېدل، خلکو پخپله د خپلو خپلوانو مړي را ايستل او ښخول يې، دوى خوراک او درملو ته اړتيا لرله، که يې غم ونه خوړل شو، نو کېداى شي د مړيو شمېر زيات شي»
د بلوچستان د اعلى وزير وياند جان محمد بليدي نن سهار ازادي راډيو ته وويل چې په زلزله ځپليو سيمو کې د مړيو شمېر تر دوو سوو تنو اوښتى دى او احتمال شته چې د مړيو شمېر نور هم زيات شي:
«د زلزلې له امله د ټپيانو شمېر تر اوسه څلورو سوو تنو ته رسېدلى او د مړيو شمېر دوه سوه اتو تنو ته رسېدلى، چې په هغوى کې ٥٥ تنه مړي له ماشکې سيمې تر لاسه شوي او نور ټول د اواران سيمې دي، البته د مړيو کره شمېر لا مالوم نه دى، سبب يې دا دى چې زموږ مرستيال کميشنر په سيمه کې په مرستندويو کارونو بوخت دى او اړيکي ورسره نه ټينګېږي، خو د زلزلې شدت ډېر زيات وو، دا غريبه سيمه ده، ټول خام کورونه او ګرمه سيمه ده، ټول کورونه نړېدلي دي او کېداى شي د مړيو شمېر زيات شي»
له جان محمد بلېدي څخه مې وپوښتل چې؛ ولې لا هم مرستندويې ډلې زلزله ځپليو سيمو ته نه دي ور رسېدلې، دى وايي آواران سيمه له کوټې شاوخوا شپږ سوه کيلوميټره لرې ده او سړکونه خراب دي، ځکه نو د مرستو په ور رسېدو کې ځنډ رامنځته شو:
«اواران ته مو له لسبېلې سيمې د ډاکټرانو او طبي ماهرينو ډله له درملو او امولانسونو سره ور لېږلې ده، له کراچۍ او لسبېله سيمو هم د اېدهي مرستندويې ادارې لس امبولانسونه او درمل ور لېږل شوي، د ملېشه ځواکونه سرتېري هم له خپلې طبي ډلې سره د مرستو لپاره ور رسېدلې، دوولس ټرکونه چې خوراکي شيان، خېمې او نور د اړتيا وړ شيان پکې شامل وو، له کوټې ور لېږل شوي، خو له کوټې تر اوارانه لار خرابه دي، شپاړس اوولس ساعته مزل دى، هغوى به نن ور رسېږي»
جان محمد بلېدي وايي، د شديدو ټپيانو لپاره يې د لسبېلې ضلعې په اوتل سيمه او حب ښارګوټي کې دوه بيړني طبي مرکزونه هم پرانيستي دي او که تر دې هم شديد ټپيان وو، هغه به د کراچۍ آغاخان او جناح روغتونونو ته د درملنې لپاره وړل کېږي.
د دغې زلزلې شدت د رېختر سکېل په اندازه اووه اعشاريه اته درجې وو، چې دا په بلوچستان کې تر تېرو ټولو زلزلو زوروره زلزله بلل کېږي. په کوټه ښار کې په ١٩٣٥م کال کې هم د اووه اعشاره اووه درجې په اندازه يوه زوروره زلزلې راغلې وه، چې د دېرشو او شپېتو زرو تر منځ خلک يې وژلي وو او بيا په ٢٠٠٨م کال کې هم په زيارت سيمه کې راغلې زلزلې زرګونه کورونه تباه کړل او تر درېوو سوو زيات کسان يې و وژل.
راپور: بارکوال مياخېل، کوټه