د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

بارکزۍ: د جنګي جنایتکارانو مستند راپور دې خپور شي


مېرمن بارکزۍ
مېرمن بارکزۍ
د ولسي جرګې یو شمېرغړي غوښتنه کوي چې؛ د جنګي جنایت کارانو په اړه د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون جوړ شوی مستند راپور باید خپور شي.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون په دې راپور کې د ثور له کودتا څخه تر اوسني نظام پورې ټول جنایتونه په مستند ډول ځای شوي او عاملین یې هم په نښه شوي دي.

که څه هم تر اوسه څو ځله د دې راپور د خپریدو ژمنې شوي، خو جزیات یې تر اوسه هم د خلکو له سترګو پټ پاته دي.

د جنګي مجرمینو د نومونو د خپریدو غوښتنې په داسې حال کې کیږي چې؛ تیره اونۍ د هغو نږدې پنځه زره افغانانو نومونه را برسیره شول چې؛ د کمونیستي رژیم له خوا وژل شوي دي.

د ولسي جرګې د ځینو غړو ټینګار دا دی چې؛ د جنګي جنایت کارانو په اړه دغه راپور باید له انتخاباتو مخکې خپورشي ترڅو د رایې ورکونې پر مهال د دې جنایت کارانو څیرې خلکو ته څرګندې وي.

دوي وایي، حکومت تر اوسه انتقالي عدالت د مصلحتونو قربانی کړي او له همدې امله د خلکو او حکومت ترمنځ واټن هم زیات شوی دی.

د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ وایي، که چېرې حکومت د جنګي مجرمینو په اړه د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون راپور خپور کړي، په راتلونکو انتخاباتو به مثبت اغیز وکړي:

"تاسو داسې فکر کوي چې؛ یوه ډله جنایت کاره ده، خو لطفآ د بلې ډلې جنایت هم مه پټوئ، شنو او سرو تر خپل منځه جنګونه وکړل او نن بیرته یو د بل څنګ ته ناست دي، موږ د عدالت عملي کول غواړو، د هغه عدالت چې تر اوسه د مصلحتونو قرباني شوي دی، د بشري حقونو د کمیسیون راپور جوړ او مستند شوی، ولې دغه راپور نه خپریږي؟

نن که ولسي جرګه د عدالت غږ پورته کړي، زه باور لرم چې په انتخاباتو به اغیز ولري."

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له شااوخوا درېیو کلونو را په دې خوا د جنګي جنایت کارانو په اړه یو مستند راپور برابر کړی چې؛ تر اوسه یې خپرول د نامعلومه دلایلو له امله ځنډول شوي دي.

په دغه راپور کې د ثور له کودتا را وروسته د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو پورې ځینې جرایم مستند شوي او ځیني عاملین یې هم په نښه شوي دي.

په افغانستان کې د انتقالي عدالت او جنګي مجرمینو د محاکمې غوښتنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې؛ تیره اونۍ د هغو نږدې پنځه زره افغانانو نومونه خپاره شول چې؛ د کمونستي رژیم پر مهال وژل شوي دي.

د ولسي جرګې غړی محمد نعیم لالی حمیدزی هم د دې راپور په خپریدو ټینګار کوي او وایي چې؛ په راتلونکو انتخاباتو کې باید د هغو جنایت کارانو د کاندیدۍ مخه ونیول شي چې په راپور کې یې نومونه ذکر شوي:

"هغه خلک چې د پنځه دیرش کلونو په جریان کې یې بې ګناه افغانان وژلي او لاسونه یې د خلکو په نیو سره دي، که مجاهد دی، که خلقی دی، که پرچمی دی، که طالب دی او که عام سړی دی، د هغه مخنیوی باید وشي او نه شي کولای چې ځآن کاندید کړي."

د افغانستان جمهوري ریاست بیا وایي چې ددې راپور خپریدل د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون کار دی نه د حکومت.

د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي د سه شنبې په ورځ د ازادي راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې په دې اړه داسې وویل:

"د بشري حقونو کمیسیون مستقل دی، دوی کولای شي هرډول ګزارش یا اسناد چې لازم یې وګڼي او د دوی د کارونو او تحقیقاتو نتیجه وي نشر یې کړي، له هغه سره حکومت هیڅ ډول مخالفت نه لري، ریس جمهور هیڅ وخت هم د کوم راپور د خپریدو مانع شوی نه دی."

غوښتل مو په دې اړه د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د چارواکو نظر را واخلو، خو د دې کمیسیون چارواکي له ژمنې سره سره خبرو کولو ته حاضر نه شول.

خو له دې وړاندې ددې کمیسیون چارواکو ویلي چې ددې راپور خپریدل د حکومت دنده ده او دوی یې ددې لپاره نه خپروي چې د کارکوونکو د ژوند ضمانت یې نه دی موجود.

د کارپوهانو په باور همدا جنګي مجرمین چې په راپورکې یې نومونه ذکر شوي دا مهال په یوه ډول په واک کې دي او کمیسیون د همدوی د فشارونو له امله د راپور خپریدو ته زړه نه ښه کوي.

راپور: اسدالله "لودین"
XS
SM
MD
LG