د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

جوشي: د اټمي بم د جوړولو لپاره د ایران د امکاناتو څنګه مخنیوی وشي؟


که چېرې ایران او لویدیځ د ایران د لانجمن اټمي پروګرام د ځینو مهمو اړخونو په هکله سره توافق ته ونه رسیږي، نو د دوی ترمنځ اوسنی دیپلوماټیک تودوالی کیدای شي د تیرو دیرشو کلونو د بې اعتمادي له کبله ډیر ژر سوړ شي.

ستونزه اوس یواځې په دې کې نه ده چې؛ د اټمي بم د جوړولو په لور د ایران زیارونه ودرول شي بلکه په دې کې هم لانجه ده چې څرنګه د ایران د اټمي هلوځلو د پراختیا مخه ونیول شي ترڅو اصلا داسې یوې مرحلې ته ونه رسیږي چې؛ که هر وخت وغواړي نو د اټمي بم د جوړولو لور ته مخه کړي.

د ایران د اټمي پروګرام د چټک پرمختګ د مخنیوي په هدف د یوه انتقالي توافق لپاره هم باید مختلف شرایط برابر شي ترڅو هغې مرحلې ته نه ورسیږي چې؛ امریکا او اسراییل به پر دې هېواد برید ته مجبور شي.

ځیني کارپوهان وايي، دغه پروګرام کیدای شي د راتلونکي کال په نیمایي کې د اټمي بم د جوړولو مرحلې ته ورسیږي.

په لندن کې د متحدو خدماتو د شاهي انستیتیوت یو کارپوه شاشنک جوشي وايي، لانجه اوس په دې کې ده چې؛ د اټمي بم د جوړولو لپاره د ایران د امکاناتو څنګه مخنیوی وشي.

هند او پاکستان مخکې له دې چې؛ ۱۹۹۸ کال کې خپل اټمي بمونه و ازمایي د جوړولو لپاره یې پټ پروګرامونه درلودل، خو ایران چې د اټمي وسلې د پراختیا د مخنیوي د معاهدې غړی هېواد دی باید د نړېوالو څارونکو د تفتیش لاندې وي. نو ځکه نړېوال کیدای شي د ایران په اټمي امکاناتو ډیر ژر پوه شي.

خو بیا هم ایران د یورانیمو د غني کولو په شمول خپلې اټمي هلې ځلې په دومره چټکتیا مخ ته بیايي چې؛ امکان لري مخکې له دې چې؛ لویدیځ یي کشف کړي یا یې د درولو لپاره وخت پیدا کړی، وکولای شي چې اټمي بم جوړ کړي.

شاشنک جوشي وايي، دا چې ایران د یورانیمو د غني کولو امکانات لري دا په اوسني وخت کې له ټولو مهمه موضوع ده.

نوموړی زیاتوي چې؛ د راتلونکي کال په نیمایي کې به د ایران د یورانیمو د غني کولو امکانات یوې خطرناکې مرحلې ته ورسیږي چې؛ د اټومي بم د جوړلو لپاره هلې ځلې به یې کیدای شي د کشف وړنه وي .

ایران له مودې راهیسې ټینګار کوي چې؛ د اټمي بم د جوړولو کوشش نه لري.

تیره اونۍ د ایران نوي جمهور رییس حسن روحاني چې؛ وړاندیزونو یې د دغه هېواد د اټمي لانجې د حل لپاره هیلې راپیدا کړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې تهران داټومی بم دجوړولو نیت نه لري.

دغه راز دایران مذهبی مشر آیت الله خامنه اي چې په هیواد کې له ټولو اوچت واک او صلاحیت لري داټومي وسلې خلاف فتوا وړکړې او وایي چې دغه ډول وسله داسلام خلاف ده.

خو دشیعه مذهب یو کارپوه مهدی خلجی چې په امریکا کی اوسي وایي د خامنه ای دغه فتوا کیدا شی په هغه صورت کې بدله شي چې مثلا دایران چارواکي له یو فعلی ګواښ سره مخامخ شي،خلجي وايي:

(په شیعه فقه کې مونږ په دې باور یو چې مونږ حقیقت ته رسیدلای نشو. نو دا فتوا یو ډول ډیره نسبی خبره ده. په ایران کې فیصلي هم درژیم دګټو داصولو په اساس کیږي.)

خلجی زیاتوي:

(د خامنه اي فتوا یواځې د اټومي بم په اړه ده، خامنه ای هیڅ کله دا نه دي ویلي چې اټومي امکانات لرل یا له اټومی پروګرامه د پوځي اهدافو لپاره کار اخیستل د اسلامي قانون خلاف دي.)

په داسې حال کې چې ایران وايي، د سوله يیزو اهدافو لپاره د یورانیمو غني کول د دغه هېواد مسلم حق دی نو د لانجې هر ډول حل باید د تهران د دغې غوښتنې او د لویدیځ د نیت په اړه چې غواړي د ایران اټومي امکانات محدود کړي یو ډول توازن رامنځ ته کړي.

هرډول توافق کیدای شي دبندیزونو دجزيی لیرې کولو ، داټومی لانجی دبشپړ حل ، او دامریکا او ایران ترمینځ د۱۹۷۹ دانقلاب راهیسې داختلافاتو دلیرې کولو په لور یوه موقتي روغه وي.

ځینی کارپوهان وايي که چیرې ایران له اټومی لانجې پرته دسوریې دبحران په شمول په نورو امنیتی مسایلو کې له امریکاسره همکاري وکړي نوکیدای شي باور او اعتماد رامینځ ته شي او دایران او دنړی دلویو قدرتونو ترمینځ اټومی خبرې هم پرمختګ وکړي .
XS
SM
MD
LG