د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۵

په کابل کې د اسلامي هیوادونو د دیني عالمانو نړیوال کنفرانس جوړیږي


د افغان حکومت له وسله والو مخالفانو سره د خبرو اترو او د سولې د ټینګښت د هڅو په لړ کې، ټاکل شوې ده د لومړي ځل لپاره په کابل کې د اسلامي هیوادونو د دیني عالمانو یوه نړیواله غونډه جوړه شي.

د سولې د عالي شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد د یکشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل؛ چې په دې غونډه کې به د پاکستان او ایران په ګډون د یو شمېر اسلامي هیوادونو دیني عالمان برخه واخلي.

دی وايي په دې غونډه کې به په اسلامي هیواودنو په تیره بیا په افغانستان کې د سولې د ټینګښت پر لارو چارو خبري وشي.

ښاغلي شاهد د راتلونکې سې شنبې په ورځ د دې غونډې د جوړیدو په اړه وویل:

"طبعي ده چې په افغانستان، سیمه او حتی په ټوله اسلامي هیوادونو کې تشدد دی، نا امني ده او جنګونه دي، نو دیني عالمان مسوولیت لري چې؛ د دیني ارشاداتو له لاري مسلمان امت توجه کړي. هغوی ته د جنګونو د ختمولو، د روغې جوړې او د سولې او ثبات لپاره خبري و کړي."

د شاهد په وینا، دا غونډه د افغانستان د سولې د عالي شورا په غوښتنه رابلل شوې ده.

د سولې عالي شورا وايي چې، په دې غونډه کې به د سعودي عربستان، مصر، ترکیې، اندونیزیا، مالیزیا او هند په ګډون د زیات شمیر هیوادونو دیني عالمان برخه ولري.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا افغان حکومت به په دې غونډه کې په هیواد کې د انتحاري حلمو او چاودنو د حراموالي لپاره کومه فتوا وغواړي؛ ښاغلي شاهد وویل چې مخکې له مخکې دا مسله په اجنډا کې نشته.

خو ښاغلي شاهد وویل چې، عالمان به د روانو ستونزو د هوارولو لپاره اسلامي اوامر خلکو ته ورسوي.

تر دې پخوا افغان حکومت هڅه کړې وه چې؛ د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو یوه غونډه په کابل کې جوړه کړي.

خو د پاکستان دیني عالمانو د دې غونډې جوړیدو ته حاضر نه شول.

اخوا یو شمېر کتونکي دا ډول غونډې چې په کې د اسلامي هیوادونو د ستونزو په اړه خبري کیږي، مثبت ګام بولي.

د چارو کارپوه زبیر شفیقي په دې اړه آزادي راډیو ته وویل :

"که په مجموع کې د اسلامي هیوادونو عالمان راټول شي او د وخت له استعمار سره د مبارزې لپاره یوه داسي لاره غوره کړي چې؛ له انتحاري حملو او ترهګرۍ له پیښو نه پرته، په کې معقولیت وي مدني حرکتونه وي، زه فکر کوم چې دا به یو مثبت ټکی وي."

مخکې تر دې د سولي عالي شورا هم ویلي وو؛ چې دوی به په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره له هرې ممکنه لاري څخه کار واخلي.

د چارو کتونکي افغان دولت ته سپارښتنه کوي؛ چې له دا ډول غونډو څخه په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره کافي ګټه پورته کړي او د نورو اسلامي هیوادونو په مرسته پر پاکستان فشار راولي څو وسله وال مخالفین سولې ته وهڅوي.
XS
SM
MD
LG