د پېښور ښار په ګڼ بازار کوهاټۍ کې نن په کليسا (پاکستان کليسا) کې دننه دوو ځانمرګي بريدونو ٦٦ تنه وژلي او تر ١٣٠ ډېر ټپيان کړي دي.
د پېښور ښار امنيتي چارواکي وايي، چې د کوهاټۍ بازار په پاکستان کليسا کې دننه ځانمرګي بريدونو تر دې دمه نږدې ٦٦ تنه وژلي او تر ١٣٠ زيات ټپيان کړي دي.
د امنيتي چارواکيو د وينا له مخې، چاودنه هغه مهال وشوه، چې په کليسا کې عيسايي مذهبي وګړو د يکشنبې د رخصتۍ په مناسبت پر عبادت بوخت وو، چې ځانمرګي بريدګرو په کليسا کې دننه ځان والوزاوه.
د پېښور ښار يو تن جګپوړي امنيتي چارواکي شفقت ملک رسنيو ته وويل، چې دوو ځانمرګو بريدګرو په پاکستان کليسا کې دننه ځان والوزاوه، ، چې په ترڅ کې تر دې دمه ٦٦ کسان وژل شوي او تر ١٣٠ زيات ټپيان دي:
" د لومړيو راپورونو په اساس داسې ښکاري چې دواړه چاودنې ځانمرګي بريدونه وو، په دواړو ځانمرګو بريدونو کې بريدګرو ١٢ کيلو چاودېدونکي مواد کارولي وو. د چاودنې له امله تراوسه پورې ٦٦ کسان وژل شوي او له ٧٠ ډېر ټپيان دي."
د نوموړي په وينا، په بريد پر مهال په کليسا کې نږدې ٦٠٠ کسان موجود وو، او په خبره يې چې د مړو شمېر ښايي تر٦٦ ډېر شي.
د پېښې يو تن عيني شاهد، چې په چاودنه کې ټپي شوى و، ازادي راډيو ته وويل:
" ما چرچ( کليسا) مخې ته سودا اخيستې، زما چرچ مخې ته دوکان دى، چې دوه زورورې دهماکې وشوې، چې انسانان ټول اخوا دېخوا وغورځېدل د چا پښې پرتې وې، د چا لاسونه پراته، د چا اندامونه پراته وو، داسې بد يو بدل حال و، يو قيامت خېز حال و، يو قيمت خېز ساعت و، زه خپله هم زخمي شوى يم، لاس کې مې چرې ننوتي دي."
د عوامي نيشنل ګوند جګپوړي غړي ميا افتخار حسين له ازادي راډيو سره په خبرو کې د خيبر پښتونخوا پر حکومت نيوکه وکړه، چې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره يې لازمه پاليسي نه ده جوړه کړې:
" د نوي حکومت خو د سره پاليسي نشته، نو موږ به يې څه کاميابي يا ناکامي ووايو؟ اول خو دې نوى حکومت پاليسي جوړه کړي، چې دوى د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره څه کوي؟ نو هغوى سره خو پاليسي نشته دى، ناکام خو هله وي چې پاليسي جوړه کړي او کاميابه نه شي."
کوهاټۍ د پېښور د قصه خوانۍ ترڅنګ پروت بازار دى، چې هر مهال پکې ګڼه ګوڼه زياته وي او د پېښور په ګډون د خيبر پښتونخوا له لرې پرتوسيمو څخه ورته خلک راځي.
په خيبرپښتونخوا کې نوي حکومت تر رامنځته کېدو وروسته دا لومړۍ پېښه ده، چې لسګونو خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې.
د يادونې وړ ده، چې د پاکسان د کورنيو چارو وزير، د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران او د عوامي نيشنل ګود مشر اسفنديار ولي خان د پېښور نننۍ پېښه غندلې ده.
ياده دې وي، چې پر پاکستان کليسا د بريد پړه لا تر دې دمه چا نه ده منلې.
راپور: ذبيح الله شفق، پېښور