د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۵

په پېښور کې چاودنې ٣٠ کسان ووژل


نن يکشنبه تر غرمې مخکې د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور ښار په کوهاټي بازار کې د یوې کلیسا ( چرچ ) سره نږدې درنه چاودنه شوې چې پکې د لومړنیو راپورونو پراساس دیرش کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

دپولیسو چارواکو د ازادۍ راډيو مشال څانګې ته وویل که څه هم برید ځانمرګی ښکاري خو د بشپړو تحقیقاتو نه پس به په دې اړه دوی واضحه نظر وړاندې کړای شي.

ځینو چارواکو په پېښور کې د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل چې حمله ځانمرګې وه او د کوهاټي ګیټ په کیتولک چرچ کې د عیسوي مذهبو د عبادت پرمهال شوې ده.

په چاودنه کې ټپي شوي کسان لیډي ریډنګ روغتون ته د درملنې لپاره رسول شوي دي. د ډاکټرانو په وینا د ځینو ژوبلو شویو کسانو صحي وضع ښه نه بریښي.

داچاودنه په داسې وخت کې شوې ده چې په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف او په مرکز کې د مسلم لیګ ( ن ) حکومت دی او دواړو ګوندونو تل ویلي چې د وسله والو طالبانو سره د جنګ پر ځای مذاکراتو ته ډیر اهمیت ورکوي.

ددې چاودنې پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې.

XS
SM
MD
LG