د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۳

په ننګرهار کې د شينوارو قومي شورا جوړه شوه


د شينوارو دغه لویه غونډه د جمعې په ورځ د قبایلو چارو په ریاست کې ترسره شوه، چې په لسګونو قومي مشرانو، ديني علماو او د نظر خاوندانو په کې برخه اخیستې وه.

د شينوارو یو شمېر قومي مشرانو په خپلو خبرو کې له دولت څخه ګيله وکړه، چې په تېرو دورو کې د دوی په سیمه کې يې د پرمختګ هیڅ کار نه دی کړی.

قومي مشر چترال همت وايي د شينوارو قوم د ډیورن لین سره په په اوږده سرحد پروت دی او ددې سرحد ساتنه يې خپله کړې، ولې په مقابل کې افغان حکومت ورته هیڅ امتیاز نه دی ورکړی:

"تاسې وګوری، چې زموږ د شينوارو قوم د ډیورن لین سره په سرحد کې پروت دی، او د خپلې خاورې دفاع يې تر اوسه يي چاته اجازه نه ده ورکړې، چې یو میلي متر خاوره ترې څوک لاندې کړي، ولې افغان دولت بیا ورته امتیاز هم نه دی ورکړی، سرحدونه به دې زه ساتم امتیاز هغو ته ورکوه، چې له هغوی څخه يې په کیلومټرو ځمکه لاندې کړې"

دا، چې افغان دولت د شينوارو قوم ته پام نه دی اړولی، دغو قومي مشرانو يې ستر لامل د دوی خپلمنځي بې اتفاقي په ګوته کړه.

په همدې خاطر په یاده غونډه کې د شينوارو له ټولو قبيلو څخه استازي غوره شول او ۷۱کسیزه اجرایوي شورايي انتخاب کړه.

د ننګرهار دقبایلو چارو رييس وجیه الرحمن شينواری وايي، چې له دې وړاندې د شينوارو یو شمېر شوراګانې موجودې وې، چې محدودو قبيلو په کې ګډون درلود.

نوموړی وايي، چې اوس د شينوارو د ټولو ولسوالیو بیلابیل خيلو نه دې ته چمتو شول، چې سره په یوه ټغر راټول شي او په ګډه د یوالي غږ پورته کړي:

"مخکې شوراګانې وې، ولې ټولې قبیلې په کې نه وي، دا لومړی ځل دی، چې ټول شينواری قوم سره راټولیږي او په ګډه په یوه غږ د شورا د جوړیدو خبره کوي، نن هم همداسې وشول، ددغه ستر قوم استازو په ګډه پریکړه وکړه او داسې یوه شورا يي جوړه کړه، چې د هرې قبیلې قومي مخور، دیني عالم او د نظر خاوند په کې برخه لري"

د شينوارو د قومي مشرانو په خبره دوی به په راتلوونکې کې د خپلې شورا لپاره یو مشر هم ټاکي، چې په سیمه کې پرتې ستونزې او قومي مسایل به د همدغې شورا له لارې آواریږي.

د ویلو ده، چې په تیرو لسوکلونو کې دا لومړی ځل دی، چې د ننګرهار ټول مېشت شينواري سره په یوه ټغر راټولیږي او د يوالي غږ پورته کوي.

راپور: شاه محمود شینواری ـ ننګرهار
XS
SM
MD
LG