له فساد سره د مبارزې عالي اداره د سیګار یا د افغانستان د بیارغونې د چارو د څارنې لپاره د امریکا د سرمفتش د ادارې هغه اندیښنې پر ځای بولي، چې وایې له افغانستان سره د نړیوالي ټولنې میلیونونه ډالره مرسته شوي پيسې د ضایع کیدو له خطر سره مخ دي.
د دې ادارې رییس د جمعې په ورځ له آزادي راډیو سره په مرکه کې پر دې ټينګار و کړ، چې د دې خطر د لري کولو لپاره د افغان دولت جدي اقدام ته اړتیا شته.
سیګار په وروستیو کې یو راپور خپور کړ چې پکې په افغانستان کې په پراخه پیمانه د فساد موجودیت او له دې هیواد سره د نړیوالو د مرستو ضایع کیدو ته اشاره شوې ده.
په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې عالي اداره که څه هم دا مني، چې په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې کافي کار نه دی شوی، خو مرسته کونکي هیوادونه او سازمانونه هم په دې برخه کې ملامت ګني.
د دې ادارې رییس د جمعې په ورځ آزادي راډیو ته وویل، چې مرسته کونکي هیوادونه باید له خپلو امکاناتو څخه په ګټه اخیستنې له افغانستان سره د خپلو مرسته شویو پيسو پر مصرف څارنه و کړي.
خو ډاکټر عزیز الله لودین په ورته وخت کې له افغانستان سره د شویو مرستو د ضایع کیدو اندیښنه پر ځای بولي:
"که ایمانا درته ووایم، زه له همدې حالته راضي نه یم. په دې چې زموږ ادارې ډیري سره پاشلي دي او هر څوک دلته یوازي د خپل جیب غم خوري.
د افغانستان ملت زموو ټولو څخه هیر شوی دی. زه فکر کوم چې که دا وضعیت حل نشي، نو موږ به تل له همدې ستونزو سره مخامخ و اوسو."
سیګار یا د افغانستان د بیارغونې د چارو د څارنې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې په وروستیو کې په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې لپاره د یوه میکانیزم په نه موجودیت انديښنه څرګنده کړې.
د دې ادارې مسولین خبرداری ورکوي، چې که دې حالت ته پاملرنه و نه شي، نو د نورو پيسو د ضایع کیدو خطر هم شته.
شاوخوا دوه اونۍ وړاندي هم یادي ادارې په خپل یوه راپور کې ویلي وه، چې د افغانستان د روغتیا له وزارت سره د امریکا د نړیوالي پراختیایې ادارې یا ( یو اس ایډ) لسګونه میلیونه ډالره مرستې شوي پيسې ضایع شوې ده.
خو د روغتیا وزارت د سیګار راپور رد کړ او ویې ویل، چې دې وزارت هیڅ کله له فزیکي پلوه بودیجه په اختیار کې نه درلوده.
اخوا یو شمیر کارپوهان وایې، چې په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې لپاره قوي اراده نه شته.
افغان کارپوه میاګل وثیق په دې اړه آزادي راډيو ته وویل:
"له فساد سره د مبارزې خبره تل د کاغذ پر مخ او یا هم د تلویزیون پر پردې کیږي، اما عملا داسي اراده نه لیدل کیږي، چې واقعا داسي مبارزه پیل شي."
نړیواله ټولنه د افغانستان په حکومتي ادارې کې د فساد د موجودیت له امله تل انتقادونه کوي.
د شفافیت نړیوال سازمان هم په وروستیو کې افغانستان د نړۍ یو له تر ټولو فاسدو هیوادونو څخه یاد کړ.
افغان حکومت تل له فساد سره د مبارزې په برخه کې له خپلو هڅو یادونه کوي، خو لا دې هڅو د پام وړ نتیجه نه ده ورکړې.