د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

ایران د سوريي د کړکیچ په اړه د منځګړتوب لپاره چمتوالی ښودلې


د ایران نوي ولسمشر د سوریې د کړکېچ د حل په مقصد په خبرو کې د منځګړتوب لپاره د خپل حکومت چمتووالی ښودلی.

تمه ده چې؛ د سوریې د کړکېچ په اړه د روسیې او امریکا پر موافقې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې خبرې وشي او یو پرېکړه لیک تصویب شي.

امریکا ټینګار کوي چې؛ په دې پرېکړه لیک کې باید د ولسمشر بشار اسد پر ضد له زوره د کار اخیستو ګواښ هم شامل وي.

دا په داسې حال کې ده چې؛ امریکا د اسد رژیم او روسیه د حکومت وسله وال مخالفین د سوریې پلازمېنې ته نژدې د کیمیاوي وسلو په هغه حمله تورنوي چې؛ د امریکا حکومت وايي له څوارلس سوو زیات خلک یې وژلي دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، حکومت یې چمتو دی چې په سوریه کې د جګړې د بندولو لپاره په خبرو کې منځګړتوب وکړي.

روحاني په هغه لیکنه کې چې؛ واشنګټن پوست ورځپاڼې خپره کړې لیکلي، که په سوریه کې وي که بحرین کې، موږ باید د ملي ډیالوګ لپاره پر رغوونکو هڅو ورګډ شو او باید داسې یوه فضا جوړه کړو چې د سیمې خلک وکولای شي خپل برخلیک په خپله وټاکي:

روحاني په تېره اګست میاشت کې د ولسمشر په توګه له غوره کېدو وروسته د هڅو په لړ کې چې هدف یې له نړیوالې ټولنې سره تماس ټینګول دي ویلي دي چې د ده د دې هڅو هدف د رغوونکو تماسونو د پالیسۍ تعقیبول دي.

د ایران ولسمشر همداراز له" NBC" ټلویزیون سره په مرکه کې له خپل امریکايي سیال سره د کتنې احتمال رد نکړ او ویې ویل چې هرڅه امکان لري. داسې آوازې هم شته چې دواړه مشران ښايي په راتلونکې اونۍ کې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې په غونډه کې د ګډون پرمهال په خپلو کې د یوې غیررسمي کتنې پلان جوړ کړي.

په پام کې ده چې؛ اوباما او روحاني د دوشنبې او سه شنبې په ورځو په نیویارک کې د ملګروملتو په عمومي اسمبله کې ګډون او ویناوې وکړي خو د سپینې ماڼۍ چارواکي وايي اوباما سمدستي له روحاني سره د کتنې کوم پلان نه لري.

د ایران ولسمشر په داسې حال کې د سوریې د کړکېچ د حل لپاره په خبرواترو کې منځګړتوب ته چمتووالی ښيي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي دي، د ملګروملتونو امنیت شورا باید د سوریې د ولسمشر د هغو ژمنو د عملي کولو په برخه کې اقدامات وکړي چې د روسیې او امریکا په منځګړتوب په شوې موافقه کې مکلف پرې بلل شوی.

د دې موافقې له مخې ولسمشراسد ژمنه کړې چې خپلې ټولې کیمیاوي وسلې به له مینځه وړي.

ښاغلي کري پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، امنیت شورا باید داسې پرېکړه لیک تصویب کړي چې که دمشق له خپلو ژمنو واړوي، نو پرضد یې له زوره د کار اخیستو ګواښ پکې شامل وي:

"د سوریې د ټولو کیمیاوي وسلو له منځه وړل له سوله ییزې لارې امکان لري او په اړه به یې ملګري ملتونه، په ژنیو کې د روسیې او امریکا ترمنځ د موافقې پربنسټ پرېکړه کوي او دا هغه موافقه وه، چې په څرګنده په کې ویل شوي چې؛ باید د عملي کېدو وړ وي او باید ژر تر ژره عملي شي."

کري دا څرګندونې څو ساعته وروسته له هغه وکړې چې؛ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، هغوی چې دمشق ته نژدې د کیمیاوي وسلو په برید کې لاس لاره له داسې ابتدايي ټکنالوژۍ کار اخیستی چې د سوریې پوځ یې اوس مهال نه لري:

"موږ ټولې هغه نښې نښانې لرو چې؛ ښيي چې دا برید یو پاروونکی او یو پلان شوی عمل و.

طبعا دا یو چل و چې؛ البته په ډېر مهارت ترسره شو، مګر د دې عمل د سرته رسولو تخنیک ډېر ابتدايي و."


خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه د ملګروملتونو د کارپوهانو راپور دا ثابتوي چې د بشارالاسد رژیم د اګست د ۲۱ مې په حمله کې لاس لري.

جان کري هغه ادعاوې رد کړې چې ګنې د اسد وسله والو مخالفینو له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی.
XS
SM
MD
LG