د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو کمیسیون( نن پنجشنبې) خپل اداري پلاوی وټاکه.
د دې کمیسیون پنځو غړو د جمهور رییس حامد کرزي په حضور کې د لوړې د مراسمو له ترسره کیدو وروسته په خپلو کې انتخابات وکړل.
عبدالستار سعادت د دې کمیسیون د رییس، ریداعظیمي د مرستیالې او نادرمحسني د منشي او ویاند په توګه وټاکل شول.
د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو کمیسیون مشرتابه ژمنه وکړه، چې د خپل کار په جریان کې به د کوم چا یا ډلې تر تاثیر لاندې رانشي.
د دې کمیسیون غړو د پنجشنبې په ورځ په خپلو کې د انتخاباتو له لارې عبدالستار سعادت د رییس، ریدا عظیمي د مرستیالې او نادر محسني د منشي په توګه وټاکل.
د دې کمیسیون رییس عبدالستار سعادت د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دوی به کوښښ وکړي، چې خپل کارونه د قانون په رڼا کې ترسره کړي:
(موږ به په دغه شپږ کلنه دوره کې ټوله هڅه کوو چې، د افغانستان د نافذو قوانینو په رڼا کې د ټاکنو شفافیت، عدالت او عمومیت او د ټولو اصولو په اړه هغسې قضاوت یا پریکړه و کړو، چې بلاخره د افغانستان د ولس اساسي حق چې د رایې استعمال او د رایې ورکړه ده، دا د سوال لاندي رانشي.)
نوموړي دغه راز پر خلکو، مدنې ټولنو او سیاسي ګوندوغږ و کړ چې، د دوی د کارونو په ښه تر سره کیدو کې ورسره همکاري و کړي.
پیغمبر قل دوغن او عزیزالله اریافر ددې پنځه کسیز کمیسیون دوه نور غړي دي.
دوی د جمهور رییس له خوا د هغه پنځلس کسیز لست څخه غوره شوي و چې د غوراوي کمیټې ورته سپارلی وو.
د پنجشنبې په ورځ د کمیسیون غړو د اداري پلاوي له ټاکل کیدو مخکې د جمهور رییس حامد کرزی په حضور کې د لوړې مراسم هم ترسره کړل.
د انتخاباتو د کمیسیونونو د تشکیل، دندو او صلاحیتونو د قانون له مخې، دا یو دایمي کمیسیون دی او د اوسني غړیو کاري موده یې شپږ کاله ټاکل شوې ده.
د انتخاباتو په چارو کې ددې کمیسیون رول مهم بلل کیږي.
د جمهوري ریاست په تیرو انتخاباتو کې د شکایتونو کمیسیون په لکونو رایې باطلې اعلان کړې چې نږدې و، د انتخاباتو دویم دور هم ترسره شي.
خو هغه وخت دې کمیسیون دوه بهرني غړي درلودل او اوس یې ټول غړي افغانان دي.