د چارشنبې په ورځ د هالڼد لويي څارنوالۍ د شااوخوا پنځه زره کسانو یو لست خپور کړی دی چې؛ په ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ هجري لمریز کلونو کې په افغانستان کې د هغه وخت د استخباراتي ادارې اګسا له خوا وژل شوي دي.
د دې لیست په خپریدو سره د هغه وخت د یو شمېر قربانیانو د کورنیو هغه انتظار پای ته ورسیده چې؛ لا یې هم د خپلو ورکو عزیزانو د کور ته ستنیدو په اړه درلود.
د هالینډ په حکومت کې یوه اداره ده چې؛ د جنګي جنایاتو په اړه څیړنې کوي.
ویل کېږي دې ادارې د امان الله په نوم د یو افغان پنا غوښتونکې په اړه د څیړنو په بهیر کې چې یو مهال د اګسا د تحقیقاتو د ادارې مشر و، دا لیست تر لاسه کړی دی.
امان الله په ۱۹۹۳ م کال کې هالینډ ته وتښتیده او هلته یې د پنا اخیستو غوښتنه وکړه. نوموړې د هالینډ د کډوالو د ادارې له چارواکو سره په مرکه کې په وضاحت اقرار کړی و چې؛ د اګسا د تحقیقانو د څانګې مشر و او د هغو کسانو په اسنادو کې یې لاسلیک کړی چې؛ باید اعدام شوی وی.
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي و چې؛ دا کار د ده د وظیفي برخه وه او که دا یې نه کول نو په دومره لویه او حساسه دنده نه ټاکل کېده.
له دې مرکې وروسته په هالینډ کې د امان الله د پنا اخیستو غوښتنه رد شوه، خو د دې هېواد د قانون پر بنسټ له دې هالینډ څخه ونه ایستل شو.
د امان الله پر ضد جنايي څیړنې د نوموړې د همدې اعتراف پر بنسټ او د ځینو نور اسنادو پر بنسټ چې په ۲۰۰۰ او ۲۰۰۱ م کلونو کې د یو بل افغان میرویس وردګ له خوا ( د انتقال د حکم ) په نوم خپاره شول پیل شول.
د انتقال حکم – یو داسې سند دی چې؛ پر بنسټ یې بندیان له تحقیق وروسته یا اعدام ته استول کېږي او یا هم زندان ته اچول کېږي.
د دې اسنادو اصلي متنونه وروسته د هالینډ د پولیسو لاس ته ورسیدل چې؛ لږ تر لږه په ۲۷ فرمانونو کې د امان الله لاسلیک لیدل کېده.
په تر لاسه شویو اسنادو کې دا کسان بنسټپاله مسلمانان، متفکرین، محصلان، د عامه خدمتونو مامورین، پوځي افسران، دکانداران او اشرار بلل شوې دي.
د تحقیق په بهیر کې د هالینډ پولیسو د شاهدانو په لټه په المان او نورو هېوادونو کې له یو شمېر افغانانو سره اړیکې ونیولې. له دې شاهدانو څخه یوه یې یوه درې نوي کلنه افغانه میرمن وه چې؛ په یو سلو څلورو پاڼو کې د هغو کسانو یو لیست ورسره و چې؛ د چارواکو په وینا په ۱۹۷۸ او ۱۹۷۹ م کلونو کې د کمونیستي حکومت له خوا اعدام شوې وو.
د لټون او څیړنو په ترڅ کې د هالینډ پولیس له دې واقیعت څخه هم خبر شول چې؛ د ګڼو هغو اعدام شویو کسانو چې نومونه یې په دې لیست کې شته کورنۍ لا هم د خپلو عزیزانو له برخلیک څخه خبرې نه دي.
یوې ځوانې افغان میرمنې د هالینډ پولیسو ته ویلي، له ډیرو هلو ځلو وروسته یې د خپل ورک شوې پلار په اړه دومره معلومات تر لاسه کړل چې؛ په سلګونو کسان د پلچرخي د زندان تر شا وژل شوي او په بلډوزورنو تر خاورو لاندې شوې دي.
د عیني شاهدانو په وینا قربانیان د شپې له خوا د پلچرخي زندان ترڅنګ په کتارونو کې درول کېدل او په ماشیندارو وژل کېدل. یو شمېر چې په ډزو کې ژوندي او ټپي پاتې کېدل بلدوزورو ژوندي له خاورو لاندې کول.
دې افغان میرمنې وروسته له هغې چې دا لیست یې ولید د خپل پلار نوم یې په کې وموند او له اوښکو څخه په ډکو سترګو یې پولیسو ته وویل، دیرش کاله وروسته په دې وپوهیده چې پلار یې له څه برخلیک سره مخ شوی دی.
امان الله په ۲۰۱۲ م کال کې ناڅاپي مړ شو او وروسته تر دې د هالینډ حکومت دا اسناد له نورو اروپايي هېوادونو سره شریک کړل.
د هالنډ لويي څارنوالۍ د سیپټمبر پر اتلسمه نیټه پریکړه وکړه چې؛ د "مرګ لیست" په نوم دا لیست، د "انتقال له حکم" سر یو ځای خپور کړي، څو یو شمېر نور افغانان چې د خپلو ورکو عزیزانو له برخلیک نه دي خبر، خبر شي، او نور د هغوي د بیرته راستنیدو په تمه ونه اوسي.
هر څوک کولای شي چې؛ دا خپور شوی لیست د هالیند د حکومت د جنګي جرمنو په رسمي ویب پاڼه http://www.warcrimes.nl کې وګوري.