د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

ایران د بشري حقونو فعاله نسرین ستوده له زندانه خوشې کړه


د ایران حکومت د نسرین ستوده په شمول چې؛ یو مدافع وکیله او د بشري حقونو فعاله ده یولس سیاسي بندیان له زندان څخه خوشې کړي دي.

دا کسان په ایران کې د ۲۰۰۹ م کال د جنجالي انتخاباتو وروسته، د محمود احمدي نژاد د حکومت له خوا نیول شوې وو.

د ایران نوې ولسمشر حسن روحاني ژمنه کړې چې؛ د دې هېواد د خلکو بشري حقونه به تامینوي او د دې بندیانو خوشې کول هم ښايي په دې برخه کې د نوموړې د پلانونو یوه برخه اوسي.

نسرین ستوده چې؛ د سخروف د جایزې ګټونکې ده، پرون خپل کورته واستول شوه او چارواکو ورته ویلي چې؛ ضروري نه ده د خپل حبس د مودې د پوره کولو لپاره بیرته زندان ته ستنه شي.

میرمن ستوده په ۲۰۱۰ م کال کې ملي امنیت ته د ګواښ په تور په شپږ کاله بند محکومه شوې وه.

نوموړې د یولسو هغو سیاسي بندیانو څخه ده چې؛ پرون په ایران کې له زندان څخه خوشې شول.

د دې خوشې شویو بندیانو په ډله کې بل د ایران د بهرنیو چارو د وزارت پخوانی مرستیال محسن امین زاده دی چې؛ یو اصلاح پلوی شخص بلل کیږي.

دا کسان د ۲۰۰۹ م کال د ولسمشرۍ پر انتخاباتو د اعتراض له کبله چې؛ محمود احمدي نژاد په کې د دویم ځل لپاره ولسمشر شو بندیان شوي وو.

د دې کسانو د خوشې کولو پریکړه یو اونۍ مخکې له هغې اعلان شوه چې؛ ټاکل شوې د ایران ولسمشر حسن روحاني د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د ګډون لپاره نیویارک ته ولاړ شي.

د میرمن ستوده خاوند رضا خندان د اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي دوی له دې خبر و، چې میرمن ستوده د یوې لنډې مودې لپاره کور ته استول کیږي، خو اوس ورته چارواکو ویلي چې؛ هغه په بشپړه ډول له زندان څخه ازاده شوې ده.

ښاغلي خندان ورته ویلي چې؛ چارواکو ورته د دې ازادۍ په اړه کوم دلیل نه دی ویلی. د ایران نیمه رسمي خبري اژانس ایسنا ویلي دي چې میرمن ستوده بخښل شوې ده.

میرمن ستوده د ایران یوه پیژندل شوې قانونپوهه وه چې؛ تل یې د بشري حقونو له مهمو قضیو سره سروکار درلود.

په ۲۰۱۰ م کال کې میرمن ستوده لومړی د ایران د رژیم پر ضد په تبلیغاتو او ملي امنیت ته د ګواښ په تورنو په یولس کاله بند محکومه شوه، خو وروسته د استیناف محکمې د نوموړې د حبس موده شپږ کلونو ته راکمه کړه او نوموړې یې د ایوین نوم بدي زندان ته واستوله.

د اروپا د پارلمان غړې ماریاتي شاکي (Marietje Schaake ) چې میرمن ستوده یې د سخروف د جایزې لپاره نومولې وه، د نوموړې دخوشې کیدو په اړه د ازادي راډیو خبریال ته وویل:

"دا زما لپاره د هیجان نه ډک خبر دی، دا په هغو لفظي وعدو پسې یو لومړنی او مهم قدم دی چې؛ د ټولنې د پرانیستلو او بشري حقونو ته د درناوی په برخه کې پورته کیږي."

میرمن ستوده څو ځل په زندان کې د ځینو لومړنیو حقونو د نشتوالي له کبله د نه خوړي په اعتصاب لاس پورې کړی و. د ملګرو ملتونو سازمان، اروپايي ټولنې او نورو نړیوالو سازمانونو بیا بیا له ایراني چارواکو غوښتي وو چې نصرین ستوده دې خوشې کړي.
XS
SM
MD
LG