راپور: مرضیه احمدزۍ
قزاقستان غواړي له افغانستان سره د ځمکنې ترانسپورت، د کانونو د استخراج، او د کرنې په برخو کې مرسته وکړي.
په دې اړه یو تفاهم لیک د سې شنبې په ورځ په کابل کې د دواړو هېوادونو د ګډو همکاريو په شپږمه غونډه کې د افغانستان د سوداګرې د وزیر او د قزاقستان د بیړنیو حالاتو د وزیر ترمنځ لاسیلک شو.
افغان او قزاقي چارواکي د یاد تفاهم لیک لاسلیکیدل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ودې لپاره ګتور بولي.
افغان چارواکي په دې باور دي، چې له قزاقستان سره د دې تفاهم لیک په لاسلیکیدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاريو او په افغانستان کې قزاقي کمپنیو ته د پانګونې زمینه لا مساعده کړي.
د سوداګریزو او اقتصادی همکاریو دا تفاهم لیک د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر انوارالحق احدي او د قزاقستان د بیړنیو حالاتو د وزیر ولادیمیر باشکو ترمنځ د دوشنبې په ورځ لاسلیک شو.
انورالحق احدي وویل چې؛ قزاقي کمپنۍ کولای شي د افغانستان په کانونو پانګونه وکړي:
"موږ هیله لرو چې؛ دوي د افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې همداسې لیواله پاتې شي، دوی قوي کمپنۍ هم لري، دوی دلته د پانګونې علاقه لري، زموږ اړیکې لا ژورې او پراخې کیږي او دا افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دوستې یوه ښه نښه ده."
دا تفاهم لیک د افغانستان او قزاقستان د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د ګډ کمیسیون په شپږمې غونډه کې لاسلیک شو.
د تفاهم لیک له مخې دواړه هېوادونه د ځمکني ترانسپورت، کانونو، کرنې او مالدارۍ ، لوړو زده کړو ، فرهنکي مسایلو او په بیړنیو حالاتو کې له یو بل سره همکاري کوي.
قزاقي چارواکو هم د یاد تفاهم لیک لاسلیک کیدل د دواړو هیوادونو د اړیکو لپاره ګټور وباله.
د قزاقستان د اضطراري حالاتو وزیر ولادیمیر باشکو په یاد غونډه کې وویل چې دا به د دواړو هیوادونو ترمنځ صادرات او واردات زیات کړي:
"موږ د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتو سوداګریزو اړیکو غوښتنونکي یو او ډاډ ورکوو چې قزاقستان په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
موږ په افغانستان کې د اقتصادي همکاریو د ډیرو طرحو په اړه څیړنې کوو."
ښاغلي باشکو زیاته کړه، اوس دوی په اړه مطالعه کوي چې څنګه کولای شي د افغانستان په کانونو پانګونه وکړي.
افغان چارواکي وايي چې؛ افغان دولت له قزاقستان سره ښې اړیکې لرلي دي او دې هېواد په اقتصادي، زیر بنايي او ترانسپورتي برخو کې ورسره همکاري کړې.
د افغانستان د سوداکرې او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال افغانستان له دې هیواده اوړه، ګاز او د ضرورت ځینې نور مواد واردوي.