د افغانستان جمهور ریيس حامد کرزي د انتخاباتو لپاره د شکایتونو د اوریدلو د کمیسیون پنځه غړي وټاکل.
د انتخاباتو د کمیسیونو لپاره د غوراوي کميټې تیره اوونۍ د پنځه لسو کسانو لست جمهوررییس ته سپارلی و چې؛ جمهور رییس ځینې د دوشنبې په ورځ پنځه تنه غوره کړل.
د مدني ټولنې ځیني غړي وایی، په دې پروسه کې د غوراوي کمیټه د دولت تر فشارلاندې وه او د شکایتونو د اوریدلو د کمیسیون د غړیو په ټاکلو کې دولت له پخوا څخه لاس درلود.
تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو: