د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

م.م: په سوریه کې په پراخه پیمانه کیمیاوي وسله کارول شوې


د ملګرو ملتونو څیړونکې وايي، دوی روښانه او قانع کونکې شواهد لري چې د اګست په یو ویشتمه نیټه په سوریه کې د ماشومانو په ګډون د ملکي خلکو پر ضد په پراخه پیمانه کیمیاوي وسله کارول شوې ده.

د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د دې سازمان د امنیت شورا ته د تړلو دروازو تر شا دا راپور چې؛ له ډیرې مودې یې انتظار کیده وړاندې کړي.

د وسلو د کارپوهانو په دې راپور کې ویل شوي دي، هغه چاپیریالي، کیمیاوي او طبي شواهد چې دوی راټول کړي دي، څرګندوي چې د دمشق په ګوتا سیمه کې له مځکې څخه مځکې ته داسې ویشتل شوې توغندي لګیدلي دي چې له زهرجنو ګازو ډک وو. دوی وايي دا راکټونه د اګست په یو ویشتمه نیټه په دې سیمه کې لګیدلې دي.

څیړونکو ته دا صلاحیت نه وو ورکړل شوی چې؛ وڅیړي دا د زهرجنو ګازو ډک توغندي چا توغولی دي.

بانکي مون د دوشنبې په ورځ ناوخته خبریالانو ته وویل، څیړونکو یې نړۍ ته ناپیلی او خپلواک راپور وړاندې کړی دی. نوموړې وویل د دې جنګي جنایت ترسره کونکي باید عدالت ته وسپارل شي:

"دا تر لاسه شوې نتیجې له شک او بیا کتنې پورته دي. دا جنګي جنایت دی او د ۱۹۲۵ م کال د جینوا له پروتوکول او نورو نړېوالو قوانینو څخه جدي سرغړاوی دی."

بریتانیا، فرانسې او د امریکا متحدو ایالتونو ویلي د ملګرو ملتونو راپور په دې کې هیڅ شک پرېنښوده چې؛ د بشارلاسد رژیم د دې زهرجنو ګازو د کارولو مسول دی.

خو په ملګرو ملتونو کې د روسیې استاري ویټالي چورکین ویلي، د څیړونکو په راپور کې په دې اړه چې د اګست د یوویشتمې نیټې دا کیماوي برید چا کړی هیڅ روښانه اشاره نه شته.

د امریکا متحد ایالتونه وايي، د مشق په څنډه کې د اګست د میاشتې د یو ویشتمې نیټې په دې کیماوي برید کې څوارلسوه کسان وژل شوي دي چې څلور سوه یې ماشومان دي.

د سوریې حکومت دا نه مني چې کیماوي وسله دې کارولي وي. سوریه او روسیه ددې برید پړه د بشارلاسد پر ضد د جنګیدونکو یاغیانو پر غاړه اچوي.

د ملګرو ملتونو د څیړونکو دا راپور د روسیې او امریکا تر منځ د هغه توافق څخه دوه ورځې وروسته خپریږي چې له مخې به یې د سوریې حکومت د ۲۰۱۴ م کال تر نیمايي پورې خپلې ټولې کیماوي وسلې له منځه وړي.
دې توافق له سوریې څخه د امریکا د متحدو ایالتو د هوايي بریدونو مخه واړوله.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د دوشنبې په ورځ د روسیې او امریکا تر منځ شوی تړون د سوریې د کیماوي وسلو د له منځه وړلو لپاره یو مهم ګام وباله. خو ویې ویل، چې دا توافق باید په بشپړه توګه عملي شي.

د امریکا، بریتانیا او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران د دوشنبې په ورځ په پاریس کې په دې سلا شول چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د یو داسې پریکړ لیک د تصویب هڅه به کوي چې د سوریې د کیماوي بې وسلې کولو لپاره لازمي ضرب الاجلونه وټاکي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د دوشنبې په ورځ د پاریس له خبرو وروسته خبریالانو ته وویل، روسیې موافقه کړې چې که د بشار الاسد ریژیم ددې توافق په عملي کیدو کې پاتې راشي، له عواقبو سره به یې مخ کیږي.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف بیا د دوشنبې په ورځ په مسکو کې خبریالانو ته ویلي دي، د ملګرو ملتونو په پریکړه لیک کې به د زور د کارولو یادونه نه کیږي.

له بلې خوا د دوشنبې په ورځ په جینوا کې د ملګرو ملتونو دجنګي جنایاتو هییت ویلي دوی په سوریه کې د کیماوي وسلو د څوارلسو نورو مشکوکو بریدونو په اړه څیړنه کوي.
XS
SM
MD
LG