د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۵

ملا حسن رحماني: امريکا دې له طالبانو سره کړې ژمنې پوره کړي


د افغان طالبانو جګپوړى غړى ملا حسن رحماني وايي، چې امريکا ورسره د قطر د دفتر تر پرانېستلو وړاندې ژمنې کړې وې، چې بايد عملي يې کړي.

دا خبرې د افغان دولت د مخالفې وسله والې ډلې طالبانو جګپوړي غړي، د کندهار پخواني والي او د کويټې د شورا غړي ملا حسن رحماني د پاکستان له يوه شخصي تلويزيون سره په يوه مرکه کې کړي.

ملا حسن رحماني وايي، د حامد کرزي په مشرۍ له افغان دولت سره خبرې اترې هېڅ ګټه نه لري، ځکه هغه سره هېڅ واک اختيار نشته.

نوموړي زياته کړه:

" امريکا تش په نامه د دفتر پرانېستلو اجازه راکړه. بيا يې له دفتره زموږ بېرغ او لوحه لرې کړل، چې وروسته موږ (طالبانو) د احتجاج په توګه د قطر دفتر وتاړه. اوس دفتر بند دى او مذاکرات هم ځنډېدلي دي، يواځې ددې انتظار دى چې امريکا په راتلونکي کې خپلې ژمنې پوره کوي که نه؟ که چېرې امريکا خپلې ژمنې عملي کړي، نو ښايي د قطر دفتر بيا پرانېستل شي. که امريکا په راتلونکي کې خپلې ژمنې عملي کړي، نو طالبان به ورته خپلې غوښتنې وړاندې کړي."

ملا حسن رحماني همدا راز وويل:

" د بشر الاسد حکومت د سوريې پر وګړيو ظلم کړى دى، بايد د کړيو ظلمونو سزا ورکړل شي".

د پاکستان د سياسي او روانو چارو کارپوه عقيل يوسفزى په داسې حساسو شېبو کې چې په پاکستان او افغانستان کې د سولې او له وسله والو سره د خبرو اترو خبرې تودې شوي دي، د افغان طالبانو د جګپوړي غړي دا څرګندونې مهمې بولي.

نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

" افغان طالبان د امريکا د پاليسۍ په باره کې دا ډول تحفظات او خدشات وخت نا وخته مخې ته راوړي، خو بلاشبه چې دا ټايمينګ [وخت] يې ډېر مهم دى. خاصکر په داسې وخت کې چې په پاکستان کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو يو کوشش روان دى او د ټولې دنيا په نظر کې هم دى، چونکې افغان طالبان او پاکستاني طالبان د نظرياتي پلوه د يو بل پلويان دي، خاصکر د امريکا د پاليسۍ په حواله، که له يوې خوا د پاکستان حکومت او پوځ پر وسله والو باندې فشار زياتوي، نو بل طرفته افغان طالبان هم د مذاکراتو عمل ته د شک په نظر ګوري او پرېشر [زور] هم پرې اچوي، دا د هغوى د حکمت عملۍ يوه حصه ده چې د هغې په نتيجه کې دوى غواړي چې په امريکا، افغانستان او پاکستان باندې خپل پرېشر سېوا کړي."

د افغان طالبانو د جګپوړي غړي دا څرګندونې په داسې حال کې رامنځته شوي، چې په پاکستان کې ددغه هېواد نوي حکومت او يو شمېر سياسي او مذهبي ګوندونو له وسله والو پاکستاني طالبانو سره په لومړي پړاو کې د خبرو اترو غوښتنه کړې ده او پوځي عمليات يې د وروستي انتخاب په توګه ساتلي دي.

د يادونې وړ ده، چې دا لومړى ځل دى، چې د افغان طالبانو جګپوړي چارواکي او د کويټې شورا غړي مستقيماً له امريکا سره د خبرو اترو پخلى کړى دى او د ورسره د شوو ژمنو د نه عملي کېدو يادونه يې کړې ده.

راپور: ذبيح الله شفق، پېښور
XS
SM
MD
LG