د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۱

داودزی: د ښځينه پوليسو شمېر لسو زرو ته رسوو


د کورنیو چارو سرپرست وزیر وایې، چې د یو ښه کاري چاپریال په جوړولو سره به ښځې د پولیسو په لیکو کې شمولیت ته وهڅوي.

عمر داود زي د پولیسو په لیکو کې د ښځو موجودیت د جرمونو په وړاندې د مبارزې لپاره یوه اړتیا وبلله او ویې ویل، چې راتلونکی کال به د ښځینه پولیسو شمېر لسو زرو ته لوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې؛ د اکسفام په نامه یوې بریتانوۍ موسسې تیره اونۍ په خپل یوه راپور کې په افغانستان کې د ښځینه پولیسو پر کموالي اندیښنه وښودله.

که څه هم په تیره یوه لسیزه کې د ښځینه پولیسو د استخدام لپاره د افغان حکومت او نړېوالې ټولنې هڅو ښه نتیجه نه درلوده، خو د کورنیو چارو سرپرست وزیر وایې، دی به د پولیسو په لیکو کې د ښځو د زیاتوالې لپاره لا ډیر کوښښونه وکړي.

محمد عمر داودزي په هغه غونډه کې چې؛ د یکشنبې په ورځ په کورنیو چارو وزارت کې د فوټبال د ملي ټیم د ستاینې په خاطر جوړه شوې وه وویل، چې دی به تر بل هر وخت ښځو ته د پولیسو په لیکو کې د ښه کاري چاپریال د برابرولو لپاره هڅه وکړي.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي، چې تیره اونۍ د اکسفام په نامه بریتانوۍ موسسې په افغانستان کې د پولیسو په لیکو کې د ښځو لپاره د ښه کاري چاپیریال د نه موجودیت له امله اندیښنه څرګنده کړې وه.

د دې موسسې په راپور کې جنسي زورونه او یو شمیر نورې ستونزې د پولیسو په لیکو کې د ښځو د نه ګډون له اساسي عواملو څخه یاد شوي دي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر دغه راز وایې، چې دا وزارت د پولیسو په لیکو کې د ښځو د شمولیت ټاکل شوي هدف ته نه دی رسیدلی.

د اکسفام په راپور کې راغلي، چې د یو لک او اوه پینځوس زره پولیسو له ډلې څخه څه باندي یو نیم زر یې ښځي دي، چې دا په پولیسو کي د ښځو څه کم یو فیصد ونډه ښیې.

وړاندې تر دې د بشر د حقونو د څار ادارې هم له ښځینه پولیسو سره د ناوړه چلند په اړه انديښنه ښولې وه او ویل شوي وه چې، دا ښځینه پولیسې د کار پرمهال له یو لړ ستونزو لکه جنسي تیري او د کالو د تبدیلولو د ځای له نه موجودیت سره مخامخي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت دا ادعا نا سمه بولي.

یو شمیر افغانان هم د ښځینه پولیسو پر زیاتیدو او استخدامولو ټینګار کوي او وایې، چې د ښځینه پولیسو کموالي د افغانستان په دودیزې ټولنه کې زیاتې ستونزې زیږولي او د عدالت د ښه پلی کیدو مخه یې نیولې ده.

معصوم میوند - کابل
XS
SM
MD
LG