راپور: جمیله ظریف
په داسې حال کې چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مسوولین د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره د ایتلافونو جوړول ګټور بولي خو کتونکي بیا وایي چې جوړ شوي ایتلافونه نمایشي بڼه لري.
د سیاسي چارو یو شمېر کتونکي په دې نظر دي چې؛ په افغانستان کې ځینې جوړ شوي ایتلافونه به د دې ایتلافونو د غړیو ترمنځ د بې اتفاقی له امله ډير ژر له منځه لاړ شي.
خو د افغانستان انتخاباتي اتحاد مسوولین بیا د دې ایتلافونو جوړول د یو واحد کاندید د معرفي کولو په برخه کې ګټور بولي او وایي چې ډیر ژر به یو مشخص کاندید اعلان کړي.
که څه هم د انتخاباتو لپاره د ایتلافونو جوړیدل د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د کاندیدانو د شمیر د کمولو لپاره ګټور بلل کیږي، خو داسې اندیښنې هم شته چې د ځینو ستونزو له امله ښايي دا ایتلافونه بیرته وپاشل شي.
د کاندیدانو د نوم لیکنې د پروسې د پیل لپاره یوازې څو ورځې پاتې دي خو لا تر اوسه هیڅ کوم ایتلاف او یا هم ګوند ورته خپل کاندید رسماً نه دی اعلان کړی.
د حق او عدالت ګوند مرستیال معین مرستیال وايي، تر اوسه چې کوم ایتلافونه جوړ شوي، ملي نه بلکې قومي او سمتي بڼه لري نو ځکه خو یې د پاشل کیدو امکان شته.
څو ورځې مخکې په ملي شورا کې د ختیځو ولایتونو د وکیلانو او سناتورانو له خوا یو ایتلاف جوړ شو.
همدا راز شاوخوا دوه اوونۍ مخکې یو انتخاباتي اتحاد جوړ شو چې؛ د پخوانۍ شمالي ټلوالې اکثره مشران په کې دي.
د دې ایتلاف مهمې څیرې ډاکټر عبدالله عبدالله، احمد ضیا مسعود، صلاح الدین رباني، جنرال عبدالرشید دوستم، عطامحمد نور، یونس قانوني، محمد محقق او امرالله صالح دي.
خو د سیاسي چارو یو کتوونکي یونس فکور وايي چې دې ایتلاف له لومړي سره په خپلو کې اختلافات درلودل او ښايي ونه توانیږي چې پر یوه کاندید سره سلا شي.
د راپورونو له مخې دا مهال د هیواد د یوشمیر سیاسي شخصیتونو او ګوندونو ترمنځ خبرې روانې دي او ددې امکان شته چې یو څو نور نوي سیاسي ایتلافونه هم رامنځ ته شي.
په عین حال کې داسې راپورونه هم ورکړل شول چې ولسمشر حامد کرزي ددې ایتلاف د له منځه وړلو هڅې پيل کړي دي.
د بلخ د والي عطا محمد نور ویاند ازادي راډیو ته ویلي چې ولسمشر حامد کرزي له ښاغلي نور او محمد محقق څخه غوښتي چې راتلونکو انتخاباتو ته د بهرنیو چارو د وزیر ډاکتر زلمي رسول نه ملاتړ وکړي او د هغه لومړی او دویم مرستیالان شي.
د جمهوري ریاست چارواکو دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي، ولسمشر حامد کرزی به په راتلونکو انتخاباتو کې بې طرفه پاتې شي.
بل خوا د افغانستان د اانتخاباتي اتحاد ویاند فضل الرحمن اوریا هم د پنجشنبې په ورځ آزادي راډيو ته وویل چې د دوی په ایتلاف کې هیڅ ډول بې اتفاقي نه ده رامنځ ته شوې او ډیر ژر به خپل کاندید اعلان کړي.
نه یواځې سیاسي شنونکي بلکې یو شمېر عام افغانان هم د انتخاباتي ایتلافونو کار ته د شک په سترګه ګوري.
د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکو آزادي راډیو ته وویل چې د دې ایتلافونو هڅې به هغه وخت ښه نتیجه ورکړي چې قومي او ژبني مسایل په پام کې ونه نیسي.
په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمیسون مسوولین هم د انتخاباتو لپاره د ایتلافونو جوړول ګټور بولي.
د دې کمیسون ویاند آزادي راډیو ته وویل چې دغه ایتلافونه کولی شي د انتخاباتو پر مهال د کاندیدانو د ډیریدو مخه ونیسی.
ټاکل شوې ده د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د راتلونکي کال د حمل په شپاړسمه نیټه وشي، چې د کاندیدانو د نوم لیکنې پروسه به یې د راتلونکې دوشنبې په ورځ پيل شي.