د لومړي ځل لپاره د افغانستان د مشرانو جرګې او د پاکستان د سنا غړیو د همکاریو څو اړخیز تفاهم لیک لاسلیک کړ.
د یاد تفاهم لیک له مخې به اسلام اباد له کابل سره په امنیتي، دفاعي او پوځي برخو کې مرسته وکړي.
د پاکستان د سنا شپاړلس کسیز پلاوی د دوشنبې په ورځ افغانستان ته راغلی.
دوي له یو شمېر نورو افغان چارواکو سربیره له جمهور ریس کرزي سره هم وکتل.
د افغانستان او پاکستان د مشرانو جرګې استازیو یاد تفاهم لیک د دواړو هېوادونو لپاره مهم وباله او هیله یې وښوده چې؛ د افغانستان او پاکستان د ستونزو په حل کې ګټور تمام شي.
د دواړو هېوادونو د سنا غړو وویل چې؛ په راتلونکي کې به پر امنیتي او دفاعي مسایلو سربیره د دواړو هېوادونو د خلکو او پارلمانونو ترمنځ په اقتصادي، سوداګریزه، پانګه اچونې، سولې او نورو برخو کې هم همکاري وشي.
د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم منشي سید فرخ شاه جناب د افغانستان او پاکستان د سنا د غړیو ترمنځ د تفاهم لیک په اړه وویل:
(که چېرې افغانستان او پاکستان یو بل ته لاس ورکړي نو موجوده د ناکرارۍ ستونزې به په دواړو هیوادونو کې حل شي ،همداراز افغان او پاکستاني سرتیرو ته لازمه ده چې ګډ ګواښونه تشخیص او هغه له منځه یوسي،دواړو لوریو توافق وکړ چې د ښځو د حقونو او د بشر حقونو په برخه کې همکاري وکړي، چې په پای کې د دواړو دفاعې کمېسیونونو د بنستیزو مذاکراتو په هدف یو تفاهم لیک لاسلیک شو.)
د ښاغلی جناب په خبره نا امنۍ له افغانستان سربیره پاکستان کې هم ډیرې شوي او دا ځل اسلام آباد غواړي په ګډه له افغانانو سره د ستونزو په حلولو کې مرسته وکړي.
د پاکستان د مشرانو جرکې ۱۶ کسیزپلاوي د دوشنبې په ورځ افغانستان ته راغلي ترڅو په سیاسي،سولې او ځینو نورو مسایلو له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.
د پاکستان د سنا د دفاعي کمیټې مشر مشاهد حسین سید هیله وښوده چې په افغانستان کې د سولې روانې هلې ځلې عملي بڼه غوره او بریالۍ شي.
نوموړي دا هم وویل چې؛ د افغانستان اوپاکستان د سنا د غړو ترمنځ به دا ډول غونډې دوام وکړي او راتلونکې غونډ به په۲۰۱۴ میلادي کال کې په اسلام آباد کې جوړه شي.
ښاغلي حسین وویل چې پاکستان به له ۲۰۱۴ میلادي کال نه وروسته په افغانستان کې د ستونزو په حل کې ډیره همکاري وکړي.
د پاکستان د سنا د دفاعي کمیټې مشر مشاهد حسین سید وویل، چې د دوی د راغلي پلاوي په چوکاټ کې لوړ پوړي چارواکي دي او د پاکستان حکومت د دوی سپارښتنوته ډیره پاملرنه کوي:
(د پاکستان ټول پوځي او امنیتي سرتیري د حکومت او پارلمان تر کنترول لاندې دي ، زه د سنا مجلس د دفاعی کمیټی غړی یم، کومو پریکړې چې موږ کوو ، د پاکستان د حکومت او د پاکستان د ټولو امنیتي سرتیرو لخوا ملاتړ او عملي کیږي.)
پاکستان تردې وړاندې له افغانستان سره د سولې د پروسې او له خپلو زندانونو څخه د طالب مشرانود خوشي کولو په اړه هم ژمنې کړي خو داسې انتقادونه شته چې خپلې کړې ژمنې یې سمې نه دي عملي کړي.
د پاکستان د سنا پلاوي اسلام اباد ته د ولسمشرکرزي له سفر نه دوه اونۍ وروسته افغانستان ته راغلی.
سیاسي څیړونکي سره له دې چې کابل ته د پاکستان د سنا د دې پلاوي سفرله سیاسي پلوه مهم بولي خو وایی چې تردې پخوا دې ډول سفرونو ډیره نتیجه نه ده ورکړې.
راپور: مرضیه احمدزۍ