د پاکستان نوي ولسمشر ممنون حسين د دوشنبې په ورځ ددغه هېواد د دولسم ولسمشر په توګه د خدمت لوړه وکړه.
په اسلام آباد کې د ولسمشر په رسمي استوګنځي کې د ولسشمر د لوړې په مراسمو کې ددغه هېواد پر جګپوړو چارواکيو سربېره، بهرنيو سفيرانو او نورو لسګونو دولتي چارواکيو ګډون کړى وو.
نوموړی د پیپلز ګوند د شریک مشر اصف علي زرداري پر ځای د پاکستان نوى ولسمشر ټاکل شوى.
ممنون حسين د پاکستان دوولسم ولسمشر دى، چې ددغه هېواد د خدمت لوړه يې وکړه.
حسين د روان کال د جولايي په ٣٠مه نېيټه د پاکستان په ولسمشريزو ټاکنو کې ددغه هېواد په ولسي جرګې او په څلورو اسامبلو کې ټولټال د (٤٣٣) رايو په اخيستو په څرګند اکثريت د پاکستان ولسمشر ټاکل شوى و.
د ممنون حسين په وړاندې د جهوري رياست لپاره د پاکستان تحريک انصاف ګوند کانديد متقاعد قاضي وجيه الدين احمد ددغه هېواد په مرکزي ولسي جرګې کې يواځې (٣٤) رايې ګټلې وې.
حسين د پاکستان د مسلم ليګ ن له پخوانيو غړيو دى او ددغه ګوند د سند ايالت د مشر په توګه يې هم دنده ترسره کړې ده.
همداراز نوموړى پر ١٩٩٩م کال د لږې مودې لپاره د سنده ايالت د والي يا ګورنر په توګه هم پاتې شوى دى.
د پاکستان نوى ټاکل شوى ولمسشر ممنون حسین پر ١٩٤٠م د هند په شمالي ښاراګره کې زیږیدلی او پر ١٩٤٩ م کال يې کورنۍ له هنده پاکستان ته مهاجره شوې او ددغه هېواد په کراچۍ کې دېره شوې ده.
هغه پر ١٩٦٥م کال په کراچۍ کې د پاکستان د تجارت له يوې مهمې تحصيلي مؤسسې څخه فارغ شوى دى.
د يادونې وړ ده، چې د ممنون حسين د لوړې په مراسمو کې د پاکستان پخوانى ولسمشر اصف علي زرداري هم ګډون کړى و. زرداري د پاکستان په ٦٧ کلن تاريخ کې لومړنى ملکي ولسمشر دى، چې په لومړي ځل يې له جمهوري لارې د ټاکل شوي ولسمشر په توګه خپله پنځه کلنه قانوني دوره بشپړه کړه.
راپور: ذبيح الله شفق، پېښور