د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۸

د ملي فوټبال لوبډلې د بریا په اړه د افغانانو احساسات


ډیری افغانان د فوټبال لوبې په لیوالتیا سره څاري
ډیری افغانان د فوټبال لوبې په لیوالتیا سره څاري
د کابل ښاراکثره اوسیدونکي په نیپال کې د جنوبي اسیا د هېوادونو د فوټبال جام سیالۍ چې افغانستان هم په کې ګډون لري په لیوالتیا سره څاري.

د افغانستان د فوټبال لوبډلې د یکشنبې په ورځ د نیپال فوټبال ټیم یو د صفر په مقابل کې ماته ورکړه او په دې سره یې د جنوبي اسیا د فوټبال د اتلولۍ پای لوبو ته لاره پیدا کړه.

افغان ولسمشرهم د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ته د دې بریالیتوب مبارکي ویلې.

ډیری افغانان د جنوبي اسیا په لوبو کې د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم د لوبو ډیره ستاینه کوي او دا یو ویاړ بولي.

له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د کابل یو شمېر اوسیدونکو وویل چې؛ د افغانستان او نیپال ترمنځ د فوټبال لوبه يي د خپلو تلویزونو او راډيو ګانو له لارې څارله او د لوبې هره شیبه ورته زړه راښکونکي وه.

افغان لوبډلې په خپلو تيرو درېيو سياليو کې د سريلانکا او بوتان لوبډلو ته ماته ورکړه او د مالديپ له لوبډلې سره يې لوبه برابره يا مساوي پاى ته ورسوله او په دې توګه يې په بي ګروپ کې دويم ځاى خپل کړ.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د یکشنبې په ورځ د جنوبي اسيا هېوادونو د فوټبال په سياليو کې نيپال ته يو پر صفر ماتې ورکړه او په دې سره پاى لوبې ته ووتله.

تمه ده چې؛ په پايلوبه کې د چهارشنبې په ورځ افغانستان د هند يا د مالديپ له لوبډلې سره مخامخ شي.

دغه سیالۍ د جنوبي اسیا د اتو هېوادونو افغانستان، هند، پاکستان، سریلانکا، بوتان، مالدیپ، بنګله دېش او نیپال ترمنځ د سرو زرو کپ په نوم روانې دي.

افغان ولسمشر حامد کرزی هم د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ته د دې بریالیتوب مبارکي ویلی.

ارګ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغاړو په دغه سیالۍ کې ډیرې سختې شیبې په مهارت او کامیابۍ سره ترشا پریښودې او ستر بریالیتوب یې ترلاسه کړ.

ولسمشر کرزي د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم د ګول کیپر منصور فقیریار د ښې دفاع ستاینه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې؛ د هېواد د فوټبال ډله به یې د جنوبي اسیا د هېوادونو اتلولي وګټي.

په همدې حال کې د کابل ځیني اوسیدونکي هم ټينګار کوي چې؛ دولت باید له دغو لوبغاړو سره مالي مرستې وکړي.

دا لومړی وار نه دی چې؛ افغان لوبغاړي خپل هېواد ته داسې بریاوې راوړي، بلکې نژدې یوه میاشت مخکې هم افغان فوټبالران وتوانیدل چې؛ په یوه دوستانه لوبه کې د پاکستان فوټبال لوبډلې ته درې د صفر په مقابل کې ماته ورکړي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د هندوستان په نوي ډیلي کې د ۲۰۱۱ م کال د سیالیو په اووم پړاو کې هم لوبېدلې وه، چې بوټان او سريلانکا ته یې ماتې ورکړه، او په نيمه پايلوبو کې په خپله کوربه هندوستان سره مخامخ شو او پر هند يې لوبه وبايلله.

ناجیه ساپۍ ـ کابل
XS
SM
MD
LG