د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

د اصف علي زرداري پنځه کلنه دوره پايته ورسېده


نوموړى د ٢٠٠٨ م د سپتمبرپه ٦ مه نېټه د پاکستان تر عمومي ټولټاکنو وروسته، ددغه هېواد د ولسمشر په توګه ټاکل شوى و.
د ٢٠٠٨ م کال په عمومي ټولټاکنو کې د اصف علي زرداري په مشرۍ د پاکستان پيپلز ګوند ددغه هېواد د ولسي جرګې ډېرې څوکۍ ګټلې وې، چې په ترڅ کې يې دغه ګوند د پېنځو کلونو لپاره ددغه هېواد د ځينو نورو ګوندونو په ملتيا ايتلافي حکومت جوړ کړى و.
اصف علي زرداري د خپلې ولسمشرۍ په موده کې ددغه هېواد په اساسي قانون او نورو اړوندو چارو کې بدلونونه رامنځته کړل، چې له مخې يې ټول واک د پاکستان صدراعظم او ددغه هېواد پارلمان ته ولېږدول شو.
د پاکستان د ولسشمر اصف علي زرداري د ولشمشرۍ د پېنځه کلنې دورې په اړه د پاکستان د سياسي چارو کارپوه ډاکټر عالم يوسفزي ازادي راډيو ته وويل، چې د نوموړي د ولسمشرۍ دوره له برياوو او نيمګړتياوو دواړو ډکه وه. نوموړي په دې اړه وويل:
" د ټولو نه لويه خبره دا ده، چې په دې دوره کې صوبو ته خودمختاري ورکړل شوې ده، دا د زرداري د حکومت يا د هغه د ايتلافي حکومت تر ټولو غټه ګټه وه. دويمه د زرداري ذاتي ګټه چې کوم کړې ده، يا لويه دا ده، چې هغه 58-2B چې کوم د اسمبليانو د ماتېدو يا کوم له ده سره خپل ذاتي اختيارات وو هغه پارلمېنټ ته حواله کول، دا د اصف علي زرداري د حکومت تر ټولو سترې لاسته راوړنې دي."
نوموړى همداراز د اصف علي زراري د دورې د نيمګړتياوو په اړه وايي:
" نيمګړتياوې يې هم ډېرې دي، تر ټولو کمزورې خبرې هغه دا دي، چې په پارټۍ کې بې ځايه لاسوهنې، د پارټۍ کارکنان محاصره کول او خپل ذاتي ملګري رامخکې کول، دا ټولې د اصف علي زردارې د دورې نيمګړتياوې دي."
د پاکستان سترې محکمې ددغه د اېبټ اباد کميسيون تر پريکړې پورې له پاکستان څخه د اصف علي زرداري پر وتلو بنديز لګولى دى.
د قانوني چارو کارپوه اکبر هوتي د پاکستان د سترګې محکمې د پريکړې په اړه ازادي راډيو ته په خبرو کې وويل:
" د پاکستان سپريم کورټ (سترې محکمې) د اېبټ اباد کميسيون په حواله باندې پر اصف علي زرداري بنديز لګولى دى، چې ترڅو د اېبټ اباد د کميسيون رپورټ مخې ته نه دى راغلى، يا د هغې په حواله باندې څه فيصله نه ده شوې، نو اصف علي زرداري دې بهر ته نه ځي."
اصف علي زرداري د پاکستان په ٦٧ کلن تاريخ کې لومړى ملک ولسمشر دى، چې د ولسشمرۍ پېنځه کلنه دوره يې بشپړه کړه.
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان نوى ټاکل شوى ولسشمر ممنون حسين به د دوشنبې په ورځ ( اګست په ٩مه نېټه) د يو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د خپل منصب لوړه وکړي. په دغه غونډه کې به د پاکستان پخوانى ولسشمر اصف علي زرداري هم ګډون وکړي.

راپور: ذبيح الله شفق، پېښور
XS
SM
MD
LG