د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

شمالي وزيرستان: امريکايي بې پيلوټه الوتکې ٦ وسله وال وژلي


د افغانستان پولې ته څېرمه د قبايلي سيمې شمالي وزیرستان په غلام خان کې دولتي چارواکي وایي، چې د مشکوکو بې پيلوټه الوتکو په یوه تازه برید لږ تر لږه ٦ سخت دریځي وسله وال وژل شوي او ٣ ټپيان شوي دي.

د ځايي دولتي مسوولینو د معلوماتو له مخې دغو الوتکو د جمعې په شپه ناوخته د شمالي وزيرستان د غلام خان په درګه منډۍ نومي سيمه کې د شکمنو سخت دریځو وسله والو پر یوه مرکز دوه پرله پسې توغندي وتوغول چې په ترڅ کې یې ٦ سخت دریځه وسله وال ووژل شول.

ځايي دولتي مسوولينو لا تر دې دمه د وژل شويو وسله والو د هويت په اړه څه نه دي ويلي، خو اټکل کېږي چې وژل شوي سخت دريځه وسله وال د حقاني شبکې غړي دي.

دا په روانه اوونۍ کې پر شمالي وزيرستان د امريکا د بې پيلوټه الوتکو دويم بريد دى.

د شمالي وزيرستان يو تن دولتي مسوول د خپل نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وويل:

"امريکايي بې پيلوټه الوتکو پر يوه کور دوه توغندي وويشتل، چې په تر‎څ کې يې کور په بشپړه توګه له منځه لاړ."

د هغه په وينا، په دې سيمه کې د حقاني شبکې وسله وال سخت دريځه دېره دي.

د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د بېلابېلو ډلو وسله وال سخت دريځه اورپکي مېشت
دي، چې په پاکستان کې دننه او همداشان په افغانستان کې هم لاسوهنه کوي او د ترهګريزو پېښو او ځانمرګي بريدونه لپاره اورپکي ورلېږي.

په شمالي وزيرستان کې د امريکا د بې پيلوټۀ الوتکې بريد په داسې وخت کې شوى، چې د پاکستان حکومت له وسله والو پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو او يا د هغوى پر ضد د عملياتو د پريکړې لپاره د روانې مياشتې په ٩مه نېټه د پاکستان د ټولو سياسي او مذهبي ګوندونو يو ټول ګونديز کنفرانس رابللى دى.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان نوي حکومت د امريکا له متحده ايالاتو غوښتنه کړې ده، چې پر قبايلي سيمو دې د بې پيلوټۀ الوتکو بريدونه بند کړي، خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري پاکستان ته د خپل سفر پر مهال ويلي وو، چې پر قبايلي سيمو به د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه روان وي.

ذبيح الله شفق، پېښور
XS
SM
MD
LG