په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان وايي،د افغان امنيتي ځواکونو تلفات زيات شوي او تر هغو چې په خپله دغه ځواکونه د عملياتو وړتيا پيدا کوي، پنځه کاله نور هم ښايي د لويديځ ملاتړ ته ضرورت ولري.
په افغانستان کې تير پسرلي بهرنيو ځواکونو له عملياتو لاس واخيست. جنرال جوزيف ډانفورډ وويل، دا قضاوت سر له اوسه څوک نه شي کولي چې د عملياتو د دريدو دغه پريکړه پرځاي ده که نه ده. د بهرنيو ځواکونو د عملياتو د درولو له پريکړې سره سم، ناټو رسما دا ژمنه وکړه چې د اوړي د جګړو په مياشتو کې به د افغان ځواکونو ملاتړ او روزنې ته دوام ورکوي.
جنرال ډانفورډ زياته کړه چې د ناټو او افغانستان قوماندانان د افغان ځواکونو د تلفاتو د شميرې زياتيدو ته انديښنه لري. د ګارډين ورځپاڼې په وينا دغه تلفات اوس هره اونۍ تر سل تنه اوړي.
د افغانستان د کورنيو چارو نوي سرپرست وزير عمر داوود زي د دوشنبې په ورځ د افغان پوليسو د تلفاتو زياتيدو ته انديښنه وښوده او ويې ويل، چې د وري له مياشتې راهيسې په افغانستان کې ۱۷۹۲ پوليسان وژل شوي او ۲۷۵۸ پوليسان ټپيان شوې دي.
د افغان ځواکونو شمير په لنډ وخت کې درې نيم لکو ته ورسيد، خو د جنرال ډانفورډ په وينا دغه ځواکونه لوژيستکي مرستو ته اړتيا لري، استخباراتي معلوماتو ته ضرورت لري او د هلکوپترو د کمبود ستونزه لري.
په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د عمومي قوماندان او د لويديځو سياستوالو د نظر ترمنځ ښکاره بيلتون دي. سياستوال غواړي چې دغه جګړه، چې د نړيوالې ټولنې په زرګونو پوځيان پکې وژل شوي او په ميليارډونو ډالر پرې لګيدلې دي، نوره ودريږي، خو د جګړې د ډګر قوماندانان په دې باور دي چې نوي روزل شوي افغان پوليس او پوځيان له ياغيانو سره په جګړې کې ستونزې لري.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما په ښکاره ويلې دي چې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته بايد امريکايي ځواکونه نور په افغانستان کې جګړه ونه کړي، خو جنرال ډانفورډ وايي، ناټو ژمنه کړې ده چې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته به افغان ځواکونه روزي، مرسته به يې کوي او لارښوونه به يې کوي. د جنرال ډانفورډ په وينا په مرسته کې ښايي پوځي ملاتړ شامل شي، خصوصا د هوايي ځواکونو مرسته به په کې وي.
جنرال ډانفورډ ګارډين ورځپاڼې ته وويل، زه چې افغان ځواکونو ته ګورم، نو د هغوي د روزنې لپاره له دريو تر پنځو کلونو پورې نور وخت ته اړتيا شته، ډانفورډ بيا څرګنده کړه چې مطلب يې دا نه دي چې دغه ځواکونه اوس څه نه شي کولي، مطلب يې دا دي چې څو کاله وروسته به افغان ځواکونه بيا يو مخ په خپلو پښو دريدلي وي او بهرنيو مرستو ته به اړتيا به وتلي وي.