په تورخم د افغان کميسارې سرپرست نثار احمد ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې سیمه کې د امریکايي بیز ته نږدې پيل شوې نښته شاوخوا اته نیمې بجې پای ته ورسیده.
نوموړی وايي، چې سيمه په بشپړه توګه د امنيتي ځواکونو تر ولکې لاندې ده او دوی ته کوم تلفات هم نه دي اوښتي.
دی وايي، چې په سیمه کې هغه وسله وال، چې د بهرنيو ځواکونو پر بیز يې بریدونه کول په بشپړه توګه وژلي:
"زموږ امنيتي ځواکونو سیمه په بشپړه توګه په کنټرول کې نیولې درې تنه وسله وال طالبان و،هغه درې واړه ووژل شو اوس مکمل امنیت دی."
نثار احمد په دې پېښه کې د عامو خلکو او امنيتي ځواکونو مرګ ژوبله نه مني، خو د سیمې اوسیدونکي وايي، چې دوي درې تنه ډریوران، چې هغوي غوښتل د پيښې له سیمې نه خپلې موټرې وباسي زخميان شوي دي:
"ایوب شینواری یم په تورخم کې یو تن دکاندار، سهار وختي، چې دا پيښه رامنځته شوه اول د امریکایانو په اکمالاتي موټرو باندې درنې چاودنې وشوې، وروسته جنګ ونښته نوره مرګ ژوبله موږ ته نه ده معلومه، ولې درې تنه ډریوران،چې غوښتل يې خپل موټر له سيمې وباسي زخميان شوي دي.
زما نوم نورولي دی،په دې پېښه کې نورو عامو خلکو ته ځکه ضرر نه دی رسیدلی،چې دا بیز له دکانونو څخه لرې دی،خو موږ ته،چې کوم معلومات دي یو لس پينځلس لوي ټانګونه دې غاړه سوزيدلی او همداسې نور هاغې غاړې ته،خو هغه موږ ته نه معلومیږي ځکه لاره بنده ده."
بل خوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډیو ته وویل،چې په تورخم کې امریکايي بیز پورې تړلي د لویو موټرو دوه لوی تمځايونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او په لسګونو لويې موټرې له منځه تللي، چې زیاتره يې امریکايي ټانګونه دي.
مجاهد وايي، چې په دې نښته کې تر اوسه په لسګونو داخلي او خارجي امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې نه ده په ډاګه کړې،چې امنيتي چارواکي بیا د وسله والو طالبانو دغه ادعاوې ردوي.
سهار وختي، چې کله په تورخم کې وسله واله نښته پيل شوې،د ډیورنډ د کرښې دغه سرحدي لاره هم د مسافرو پر مخ تړل شووه،چې دواړو لوریو ته په سلګونو مسافر په انتظار پاتې و.
خو کميسیار نثار احمد بیا وايي، چې دوي شل باندې لس بجې دغه لاره د مسافرو پرمخ خلاصه کړه.
په تورخم کې دغه وسله واله نښته هغه مهال رامنځته شوه،چې سهار وختي شاوخوا شپږ بجې په تورخم کې امریکايي بیز ته نږدې د بهرنیو ځواکونو د اکمالاتي موټرو لپاره په تم ځای کې درې چاودنې وشوې او له لسو ډير موټر يې په بشپړه توګه وسوځل،چې وروسته بیا یاده وسله واله نښته پيل شوه،چې شاوخوا درې ساعته يې دوام وکړ.
ننګرهار ـ شاه محمود شینواری