د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۲

جراأت: ایران ته د افغان پلاوي د سفر هڅې جریان لري


د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې ایران ته د افغان پلاوی د سفر هڅې جریان لري.

د ایران حکومت پریکړه کړې چې؛ د رواني میاشتې له پنځلسمې نیټې وروسته له دې هېواده هغه افغان کډوال وباسي، چې هلته د اوسیدو اسناد نه لري او کاري ویزې یې پای ته رسیدلي وي.

د افغانستان د وزیرانو شورا پریکړه کړې چې؛ د دې ستونزې د حل لپاره به ایران ته یو پلاوی استوي.

په عین وخت کې د کډوالو چارو وزارت هغه راپورنه رد کړل، چې ګواګې ایرانيو چارواکو ددې پلاوي له سفره سره موافقه نه ده ښودلې.

که څه هم افغان چارواکو یوه اونۍ وړاندې ویلي وو، چې د کډوالو او راستنیدونکو چارو د وزیر په مشرۍ د افغان حکومت یو پلاوی ایران ته د افغان کډوالو د ستونزو د حل په خاطر سفر کوي خو تراوسه دا سفر نه دی شوي.

د یاد وزارت مسولین وايي، چې دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سفر په هدف یو مکتوب ایران لیږلي خو یاد هیواد تراوسه دوي ته روښانه ځواب نه دی ورکړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرﺉت د شنبې په ورځ له آزادۍ رادیو سره په خبرو کې وویل ، چې هڅه کیږي د روانې سنبلې میاستې له پنځلسمې نیټې مخکې دا پلاوی ولاړ شي:

"موږ تر اوسه د بهرنیو چارو وزارت له خوا د ایران اسلامي جمهوریت ته یو مکتوب استولي، ترڅو دا سفر تنظیم شي خو تر دې مهال موږ داسې ښکاره ځواب نه ده ترلاسه کړي، زموږ هڅې جریان لري چې د سنبلې میاشتې تر ۱۵ نیټې مخکې افغان پلاوي هلته لاړ شي او په دې باره کې خبرې وکړي."

د افغانستان د وزیرانو شورا تېره اوونۍ د کډوالو چارو د وزیر په مشري یوه پلاوي ته دنده وسپارله چې د وږي میاشتې په نهمه نېټه ایران ته سفر وکړي.

د ایران حکومت پریکړه کړې چې؛ د روانې میاشتې له پنځلسمې نیټې وروسته له دې هېواده هغه افغان کډوال وباسي، چې هلته د اوسیدو اسناد نه لري او کاري ویزې یې پای ته رسیدلي وي.

د کډوالو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې د سنبلې تر پنځلسمې نيټې پورې په ایران کې له څلورو تر شپږو لکو افغان کډوالو د کاري وزیرو موده ختمیږي.

ایران کې د میشتو دوه نیم میلیونه افغان کډوالو څخه ، اوسمهال له یو میلیون نه کم یې هلته د اوسېدو قانوني اسناد لري.

له دې وړاندې ځینو رسنیو داسې رپوتونه خپاره کړل چې ایراني چارواکو د افغان پلاوی سفر لغوه کړي.

خو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرﺉت دا ډول اعاوې بې اساسه وبللې.

بل لورته د مشرانو جرګې ځیني غړي وايي، هر کله چې افغان حکومت له امریکا سره پر امنیتي سند خبرې کوي نو ایران پر بیلابیلو پلمو پر افغان مهاجرینو فشارونه زیاتوي.

د مشرانو د کمېسیون مشر عارف الله پښتون د شنبې په ورځ په دې اړه آزادۍ رادیو ته وویل:

"دا یو مسلم حقیقت دی هر کله چې د امریکا او افغان دولت ترمنځ پر ستراتیژیک دوه اړخیر پیمان باندې خبرې کیږي،نو ایران افغان مهاجرین په افغانستان باندې د یوې فشار د آلې په توګه استفاده کوي دا سیاسي موضوعات دي په دو کې بله کومه موضوع نشته دوي غواړې په دې ډول خپل زور افغان دولت او نړیوالو ته ښکاره کړي."

نوموړي پر افغان حکومت انتقاد وکړ چې له تیرو دولسو کلونو راهیسي د ګاونډیو هیوادونو په وړاندې مشخصه پالیسي نه لري.

ایران پخوا هم څو څو ځلي په ډله یېزه توګه افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي.

له دې هېواد څخه وخت په وخت له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او د هغو د اعدامیدو راپورونه هم ورکړل شوي دي، چې په افغانستان کې یې د عامو خلکو غوصه راپارولې ده.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG