په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز وايي، چې پاکستان ته د افغان ولسمشر حامد کرزي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ رامنځته شوى تاوتريخوالى کم کړى دى او په وينا يې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ يو ځل بيا د اعتماد فضا رامنځته شوې ده.
نوموړي دا څرګندونې د جمعې په ورځ د پاکستان ولسي جرګې ته د وينا پر مهال وکړې.
سرتاج عزيز د افغان دولت هغو تورونو ته په اشاره، چې پاکستان په افغانستان کې لاس وهنه کوي او وسله وال ورلېږي، وويل چې؛ د اسلام اباد ته د افغان ولسمشر د سفر په ترڅ کې يې له هغه سره د نورو دوه اړخيزو مسالو پر ګډون، پر پاکستان د لګول شويو تورونو هم خبرې کړي او په وينا يې چې له افغان ولسمشر سره يې خبرې ګټورې وې.
سرتاج عزيز همدا راز زياته کړه، چې د نواز شريف په مشرۍ د پاکستان نوى حکومت له ګاونډيو هېوادونو سره د ښو اړيکيو غوښتونکى دى. نوموړي وويل، د افغان ولسشمر حامد کرزي تر سفر وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځه رامنځته شوې بې باوري له منځۀ تللې او اړيکي يې مخ پر ښه کېدو دي.
نوموړي همدا راز وويل، چې له هندوستان سره پر پوله د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ لا هم پرځاى دى.
افغان ولسمشر حامد کرزى د تيرې دوشنبې په ورځ د يو جګپوړي هيئت په ملتيا د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته راغلى و.
نوموړي د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان له صدراعظم نواز شريف، له اصف علي زرداري، ددغه هېواد له لوى درستيز اشفا ق پرويز کياني او نورو جګپوړو چارواکيو سره د ليدنو پر مهال له هغوى سره د سيمې پر حالاتو په ځانګړې توګه د افغانستان پر وضعيت او ددغه هېواد د سولې د پروسې پر بهير غږېدلى و او په دې لړ کې يې د پاکستان د نوي حکومت د جدي همکارۍ غوښتنه کړې وه.
د نواز شريف په مشرۍ د پاکستان نوي حکومت افغان ولسمشر ته د هر راز همکاريو ډاډ ورکړ.
تمه کېده چې؛ پاکستان ته به د افغان ولسمشر دا وروستى سفر مثبتې لاسته راړونې ولري او پاکستان په پخپلو محسبونو کې بند طالب بنديان، په ځانګړې توګه ملا برادر ازاد کړي، خو تر دې دمه لا په دې اړه کوم څرګند پرمختګ نه تر سترګو کېږي.
د يادونې وړ ده، چې د سياسي چارو کارپوهانو پاکستان ته د افغان ولسمشر وروستى سفر مهم بللى او دا يې د دواړو هېوادونو د اړيکيو د ښه کولو لپاره مثبت ګام ګڼي.
راپور: ذبيح الله شفق، پېښور