د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۸

لومړنیو ښوونځیو ته ۳۴ میلیونه نوي درسي کتابونه چاپ شوي


د افغانستان د پوهنې وزارت د هېواد لومړنیو ښوونځیو ته څلور دیرش میلیونه نوي درسي کتابونه چاپ کړي دي.

د پوهنې وزیر د چهارشنبې په ورځ وویل چې؛ دا کتابونه د امریکا د متحدو ایالاتو،ډنمارک او نړېوال بانک په مالي مرسته چاپ شوي.

د دې کتابونو د ویشلو لړۍ به له کابل نه پیل او په ټولو ولایتونو کې به په زده کوونکو وویشل شي.

د امریکا د متحدو ایالاتو د نړېوالې پراختیایي ادارې چارواکو وویل، ژمن دی چې د افغانستان د پوهنې له سکتور سره نورې مرستې هم وکړي.

د پوهنې وزارت وایي چې؛ د روان لمریز کال تر پایه پورې به د افغانستان په ښوونځیو کې یو زده کوونکي هم د درسي کتاب د نه لرلو له امله شکایت ونه کړي.

د پوهنې وزیر ډاکټر فاروق وردک د نویو چاپ شویو درسي کتابونو د معرفي کولو پر مهال وویل، د دې کتابونو ویش به سر له ننه، د کابل له ښوونځیو پیل او په لږه موده کې به د څلور دیرشو ولایتونو ښوونځیو ته ورسیږي:

"د څلور دیرش میلیونو ټوکو درسي کتابونو چاپ او سر له ننه د دې کتابونو د ویشلو لړۍ د پوهنې د پرمختګ په لار کې یو مهم ګام دی.

زه خوشحاله یم چې؛ د هېواد د ښوونځیو ماشومانو ته د دوي د هڅونې او ضرورت وړ کتابونه ور ورسیږي.

د دې کتابونو پر چاپ د امریکا د متحدو ایالاتو پراختیايي ادارې شل میلیونه ډالره لګولي.

زه ژمنه کوم چې د روان لمریز کال تر پایه پورې به د هېواد ټولو زده کوونکو ته د نویو کتابونو یو یو سیټ ور ورسیږي."


ډاکټر وردک وویل، سربیره پر دې کتابونو، د روان کال تر پای پورې به دیرش میلیونه نور درسي کتابونه هم چاپ او د منځني دورې پر زده کوونکو به وویشل شي.

ده وویل، له یو زرو درې سوه درې اتیایم لمریز کال راهیسي د پوهنې وزارت د امریکا د متحدو ایالاتواو ځینو مرستندویو هېوادونو په مالي مرسته تردې دمه دوه سوه اوه دیرش میلیونه درسي کتابونه چاپ کړي او پر زده کوونکو یي ویشلي دي.

د پوهنې وزارت وایي، د ښوونځیو درسي نصاب به هم په دوه زره یو سلو یو نوی عنوانونو کې د روان کال تر پای پورې بشپړ شي.

دا وزارت وایي، اوس مهال د هېواد څلور پنځوس فیصده ښوونکي هغه کسان دي چې تعلیمي سویه یي تر څوارلسم ټولګي پورې رسیږي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، د امریکا د متحدو ایالاتو نړېوالې پراختیایي ادارې سربیره پر دې چې؛ په وروستیو لسو کلونو کې یي د ښوونځیو د کتابونو له چاپ سره سل میلیونه ډالره مرسته کړې دا ژمنه یې هم کړې چې؛ د هېواد ګوټ ګوټ ته به د نویو چاپ شویو کتابونو له رسولو سره یو میلیون ډالره نوره مرسته هم وکړي.

په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو د نړېوالې پراختیایي ادارې استازي
ډیویډ بیرنس وویل، تجهیزات او وسایل د زده کړو د کیفیت له لوړولو سره مرسته کوي او دوي غواړي چې؛ په دې لاره کې له پوهنې وزارت سره مرستې وکړي:

"موږ خوښ یو چې؛ نوي چاپ شوي کتابونه د ښوونځیو میلیونونو هلکانو او نجونو ته ورکول کیږي.

باوري یو چې؛ دا کتابونه د کیفیت له لوړولو سره مرسته وکړي.

د یو، ایس ، ایډ اداره ژمنه ده چې؛ د پوهنې له وزارت سره د زده کړو د کیفیت په لاره کې مرستې وکړي."


راپورونه وایي، د دې هېواد د پوهنې په سکتور کې د مجربو ښوونکو، د ښوونځیو د ودانیو، درسي کتابونو او داسې نورو کموالی یوه ستونزه ده چې؛ د زده کړو پر کیفیت یي ناوړه اغیز پرې ایستی.

د چارو متخصصین وایي، په دی سکتور کې د کیفیت په نسبت کمیت ته ډیر پام شوی.

خو د پوهنې وزارت وایي، د نیمګړتیاو لیرې کولو ته یي د پوهنې د ستراتیژیک پلان له مخې شاوخوا یوولس زره پراختیایي پروژې پیل کړي چې پلي کیدل به یي ډیرې ستونزې اواري او د پوهنې په سکتور کې به د پام وړ پرمختګ رامنځته کړي.
XS
SM
MD
LG