افغان ولسمشرحامد کرزی د پاکستان له سفره له څه لاس ته راوړنو سره سره بیرته کابل ته ستون شو؟ پردې مسالې کارپوهان بېلابېل نظرونه لري خو اکثره له دې سره موافق دي چې د کرزي سفر د سولې په برخه کې کومه مهمه لاس ته راوړنه نه لرله.
واشنګټن پوست ورځپاڼه وایي، د کرزي دغه سفر په یوې غلې مایوسۍ سره پای ته ورسید.
افغان ولسمشرحامد کرزی او ورسره پلاوی یې پاکستان ته له دوه ورځني سفر وروسته پرون بیرته کابل ته ستون شو.
د افغان چارواکو هغو څرګندونو ته په پام سره چې ویلي و، افغان ولسمشر دا ځل پاکستان ته له یوې جامع اجندا سره ځي او دا سفر باید مشخص نتایج ولري، اوس پوښتنه دا ده چې ایا دغه سفر مثبته او هاغسې نتیجه لرله چې د افغانستان حکومت یې هیله کوله؟
که څه هم اسلام اباد ته د ولسمشر کرزي د سفر په لومړۍ ورځ د اقتصادي او سوداګرۍ په برخو کې یو لړ توافقات حاصل شول او پاکستاني مشرانو افغان ولسمشر ته د یوه باثباته او امن لرونکي افغانستان په چاره کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې امن د پاکستان او سیمې په ګټه هم دی خو په په دې اړه چې ایا د سولې د روانو هڅو په برخه کې چې افغان چارواکو ډیر د پاکستان په ریښتینې همکارۍ ټینګار کاوه، کومې موافقې وشوې کنه؟ دواړو لورو د پام وړ پرمختګ یادونه نه ده کړې.
پاکستان ته د افغان ولسمشرحامد کرزي سفر له دې پلوه هم مهم وچې په هغه هیواد کې د نوازشریف په مشرۍ یونوی ملکي حکومت واک ته رسیدلی او د دغې نوې ادارې د رامنځ ته کیدو وروسته دا دې هیواد ته د کرزي لومړنی سفرو.
دغه سفرته د افغانستان او پاکستان د رسنیو سربیره نړیوالو مطبوعاتو هم ډيرپام اړولی او دې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د کړکیچنو اړیکو پربیلابیلو اړخونو یې تبصرې کړې دي.
واشنګټن پوست ورځپاڼه په دې اړه چې کرزي د پاکستان له سفره زیات څه لاس ته رانه وړل، ترسرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي، د کرزي دوه ورځنۍ سفرد سې شنبې په ورځ د پټې خولې په مایوسۍ سره پای ته ورسید، د اساسي مسلو، له طالبانو سره د سولې د خبرو، د طالب بندیانو د خوشې کیدویا د وسله والود پټن ځایونو په اړه نه د موافقو څرک ولګیدو اونه هم په دې برخو کې مشخصې څرګندونې وشوې.
د چارواکو په وینا د سولې په مسله کې له پاکستانه د افغانستان د حکومت اساسي غوښتنې د پاکستان له زندانونو د یوشمیرطالب مشرانو د خوشې کیدو، د سولې د خبرو لپاره د طالبانو د چمتوکیدو اود طالبانو د ملاتړد پای ته رسیدو پرمسلو څرخیدې.
خود واشنګټن پوست په وینا که څه هم د سولې پرمسلې د سفرپه دوهمه ورځ خبرې اسلام اباد ته نژدې په یوه تفریحي ځای کې وشوې، خو نه نوازشریف او نه هم نوروپاکستنیو چارواکو په عام محضرکې په دې برخو کې چې ایا د سولې د خبرو له بیا پیلیدوسره مرسته کوي، طالب مشران خوشې کوي کنه؟، هیڅ څرګندونې ونکړې.
د سې شنبې په ورځ ناوخته چې کله کرزی بیرته کابل ته ستون شو، د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات په یوه اعلامیه کې وویل چې دواړه خواوې به د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړي کیدو او په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې د بهیرد ګړندي کیدو په برخو کې د ګډکارلپاره خپلې ژمنې عملې کوي. په اعلامیه کې د طالانو نوم هم ندی وړل شوی.
د افغانستان د جمهوري ریاست له خوا په خپره شوې اعلامیه کې هم یواځې دومره یادونه شوې چې له پاکستاني لوري سره خبرې په دوستانه فضاکې ترسره شوې او په افغانستان کې د نا امنیو، د سولې او ثبات د ټینګیدو اود افغانستان د سولې دعالي شورا او وسله والو مخالفانو ترمنځ د سولې د خبروپرمسلو څرخیدې.
د چارو کارپوهان هم وایي چې دغه سفرهاغسې چې تمه یې کیده د پام وړلاس ته راوړنې نه درلودې او د افغانستان او پاکسنتان مشرانو یواځې د دوه اړخیزو اړیکو او د سولې او ثبات په چارو کې د ګډې همکارۍ ژمنې وکړې.
افغان کارپوه او د کابل پوهنتون د حقوقو اوسیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیرصاپی هم له دې سره موافق دی چې دغه سفرد افغانستان لپاره مثبته نتیجه نده لرلې:
"پاکستان ته د ولسمشر کرزي سفر خاص لاسته رواړنې نه درلودې، که يي درلودای نو له رسیدو سره سم يي باید دلته یو کنفرانس جوړ کړای."
د واشنګټن پوست په وینا یوشمیرپاکستاني کارپوهان وایي چې افغان ولسشمرله شریف څخه چې په ورستیو کې یې ویلي چې پاکستان باید د افغانستان په اړه له سره فکروکړي او خپل لوړپوړی سلاکاریې هم د همدې هدف لپاره کابل ته استولی وچې کرزي ته یې د اسلام اباد بلنه هم ورکړه، غیرواقعي غوښتنې لرلې.
د دواړو هیوادونو اړیکي له کلونو راهیسې له بې اعتمادی سره غوټه دي.
خو افغان کارپوه ودیرصاپی وایي، د افغانستان د حکومت غوښتنې ښایي په دې خاطرنه وي منل شوې چې دا د نوازشریف له وسه پورته خبره ده ځکه د هغه په وینا د افغانستان په اړه د پاکستان د سیاست کلي د دې هیواد د پوځ په لاس کې ده.
د واشنګټن پوست په وینا پاکستاني کارپوهانو داخبره هم کړې چې د پاکستان حکومت هاغسې چې د کرزي اداره فکرکوي پرافغان طالبانو دومره کنټرول نه لري چې پرهغوی فشارراوړي چې د افغانستان له حکومت سره یې د سولې خبرو ته کښینوي.
افغان کارپوه احمد سعیدي هم له دې نظرسره موافق دی او وایي، پاکستان دومره واک نه لري چې په یوه شپه کې طالبان د خبرو میزته کښینوي.