د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

د وتلي فعال لوترکینګ پنځسومه کلیزه


مارتین لوتر کینګ د امریکا په تاریخ کې د عدالت غوښتنې او بشري حقونو ستر فعال تیر شوی چې؛ د نه ستړی کیدونکې مبارزې په برکت یي په امریکا کی د تور او سپین توپیر او تبعیض له منځه لاړ، ټولنیز عدالت او مساوات په عمل کې پلی شو.

د مارتین کینګ مشهورې وینا، I have a dream زه یو خوب یا خیال لرم – چې له نن نه یي پنځوس کاله وړاندې په یوه ستر لاریون کې کړې وه، د خلکو خیالات بدل کړل.

له نن نه شاوخوا پنځوس کاله وړاندې د اګست په ۲۸ مه د چهارشنبې ورځ وه چې؛ په امریکا کې شاوخوا دوه لکه او پنځوس زره کسانو ستر لاریون وکړ او په ټولنه کې د کار، ټولنیز عدالت او مساوي حقونو شعارونه یي ورکول.

د بشري حقونو پیژندل شوي فعال مارتین لوتر ګینګ لاریون کوونکو ته په واشنګټن کې د امریکا د پخواني جمهور رئیس ابراهام لینکن له مقبرې نه:

زه یو خوب یا خیال لرم، تر عنوان لاندې وینا وکړه.

لوترګینګ په وینا کې وویل، هغه خوب یا خیال یي په سر کې دی چې پرانسانانو به د رنګ او پوټکې پراساس نه، بلکه د شخصیت پراساس قضاوت کیږي.

کینګ پنځلس دقیقې وینا وکړه او دا په تاریخ کې د عدالت غوښتنې تر ټولو قوي او پیغام ورکوونکې وینا بلل شویده.

د لوتر کینګ د وینا د پنځوسمې کالیزې په یاد د آزادي راډیو خبري څانګې په افغانستان، ایران ، روسیې ، ترکمنستان ، قزاقستان او قرغزستان کې د بشري حقونو د پیژندل شویو فعالانو نظرونه پوښتلې دي.

د بشري حقونو فعال او د ولسي جرګې غړې رمضان بشر دوست د افغانستان لپاره د خپلو خیالونو یا خوبونو په اړه داسې وویل:

«زما خوب یا خیال، د عدالت عملي کیدل دي. سیاسي عدالت، ټولنیز عدالت، فرهنګې عدالت، نژادي عدالت او اقتصادی عدالت، په دي معنی چې هر انسان ، هر افغان، په هر فکر چې وې، په هر تنظیم اوهري سیمې ، هر مذهب پوري مربوط وي، په هري ژبه چې خبرې کوي، په هر دین چې وي، جوهر او فطرت یي باید وپیژندل شي او هیڅکله دا پوښتنه ورڅخه ونشي چې د کوم قوم، کوم تنظیم، کوم مذهب او ژبې کس دی«.

د ایران د بشري حقونو فعاله لومړنۍ مسلمانه او ایرانۍ ښځه ده چې په ۲۰۰۳ کال کې یي د سولې نوبل جایزه تر لاسه کړه، د خپلو خیالونو یا خوبونو په اړه وایي: زه خیال لرم، زما خیال د انسان د زړه نړیوال کیدل دي. په دي ډول چې هر انسان یو د بل درد او کړاو حس کړي او داسي احساس وکړې چې خپل درد او کړاو یي دی. زه خیال لرم چې د سوداګرۍ او اقتصاد د نړیوال کیدو پرځاي انسانیت نړیوال شي.

شیرین عبادي وایي، دا مهال زمونږ دنده ده چې له خیالونو سره فکر وکړو او له واقعیتونو سره عمل وکړو.
XS
SM
MD
LG