د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۴

حامد کرزی به په راتلونکې اوونۍ کې پاکستان ته لاړ شي


ټاکل شوې چې؛ د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی په راتلونکې اوونۍ کې پاکستان ته سفر وکړي. له جمهور رئیس کرزي سره به په دې سفر کې د سولې د عالي شوری د رئیس په ګډون، د دې شوری یو شمېر غړي هم ملګري وي.

په تیر یوه کال کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې خړ پړ شوي او افغان چارواکو په وار وار په پاکستان تور لګولی چې د وسله والو ملاتړ کوي او د سولې په لار کې خنډونه اچوي.

که څه هم چې په تیر وخت کې د افغانستان د سولې د عالي شوری هلو ځلو کومه نتیجه نده ورکړي، خو د دې شوری غړي وایي چې؛ دا ځل له یوې جدي او مشخصې اجندا سره اسلام اباد ته ځي.

د سولې د عالي شوری د بهرنیو اړیکو رئیس محمد اسمعیل قاسمیار ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دي ، دا هېواد د سولې په عملیې کې مهمه او اغیزناکه ونډه لري.

ښاغلي قاسمیار اسلام اباد ته د سفر په جریان کې د افغانستان د سولې د عالي شوری د ځانګړې اجندا په اړه وویل:

«دا ځل چې د افغانستان د سولې د عالی شوری هیئت له جمهور رئیس سره یو ځاي ځې، د سولې اجندا به د جمهور رئیس د کتنې او کاري اجندا په سر کې وي.

البته د دواړو هېوادونو مناسبات به د پاکستان د حکومت په صادقانه همکارۍ پوري مربوط او منوط وي، دوي باید نه یوازي په خوله، بلکه په عمل کې وښیې چې همکاري کوي، ترڅو د طالبانو د مشرانو او د سولې د عالی شوری تر منځ مستقیمې خبرې وشي».


د قاسمیار په وینا، افغانستان غواړي په اسلام اباد کې یو نړېوال کنفرنس جوړکړي او په دي کار کی به د پاکستان صادقانه همکاري وغواړي. دی وایي:

«موږ به د پاکستان له حکومت څخه وغواړو چې له موږ سره همکاري وکړې، خپل علما وهڅوي چې په کنفرنس کې ګډون وکړي او د دې مسالې په روښانه کولو کې مرسته وکړي چې د اسلامي شریعت له مخې په افغانستان کې د ورور وژنې دا جګړه ناروا ده.

دا جګړه او ویني توئیدنه باید بنده شي. پاکستان باید په دې مسلو کې له موږ سره همکاري وکړي. له دې مخکې موږ د پاکستان دیني عالمان رابللي وو، هغوي سروغړاوه، سیاست یي وکړ، یو خالص اسلامي شرعې امر یي له ورځنې رنګارنګ سیاست سره ګډ کړ او ناکامه شو».


د افغانستان د سولې د عالي شوری د بهرنیو اړیکو مشر محمد اسمعیل قاسمیار دغه راز وویل، پاکستان ته د جمهور رئیس کرزي او د سولې د عالي شوری د هیئت د سفر په اجندا کې به د ملا عبدالغني برادر په ګډون د یو شمېر طالب مشرانو خوشې کول هم شامل وي.
XS
SM
MD
LG