د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

په کابل کې د حقوقي مشورو ورکولو دفتر پرانېستل شو


په کابل کې د لومړي ځل لپاره خلکو ته په حقوقي مسایلو کې د وړیا مشورو یو دفتر پرانیستل شو.

دغه دفتر د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د ټولنې له خوا او د بریتانیا د پراختیایي ادارې په مرسته د پنجشنبې په ورځ پرانیستل شو.

کارپوهان وایي، د افغانستان په څیرټولنه کې چې د سواد کچه په کې کمه ده د دارنګه دفترونو پرانیستل ډیر ګټور دي.

د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان او منځنۍ اسیا ټولنه وایي چې؛ د افغانستان نوي فیصده وګړي حقوقي سلا مشورو ته اړتیا لري، خو دې مشورو ته لاس رسی نه لري.

دې ټولنې په همدې هدف د پنجشنبې په ورځ کابل ښاریانو ته د وړیا حقوقي سلامشورو دفتر پرانیسته.

د دې ټولنې مشر نورالحق نسیمي خبریالانو ته وویل چې؛ د دې دفتر له پرانیستل کیدو سره به په حقوقي، فرهنګي، ټولنیزو، اقتصادي او صحي برخو کې د افغانانو د عامه پوهاوي کچه زیاته شي:

(د دې مشورتي دفتر له پرانستل کیدو څخه هدف دادی چې خلک په خپلو لومړنیو حقونو خبر شي، متائسفانه چې د ټولنیزو تعصبونو او بې سوادۍ له امله ډیر خلک له خپلو حقونو ناخبره دي، او نه پوهیږي چې څنګه خپل غږ پورته کړي او خپل حق وغواړي.)

نوموړي زیاته کړه چې؛ د کابل له دفتر سره سم په بغلان کې هم ورته مشورتي دفتر پرانستل شوی دی.

دغه دفتر به اړو کسانو ته د مسلکي کارموندنې، بې کورۍ، مالیې، عریضه لیکلو او حق غوښتلو په برخه کې سلا مشورې ورکوي.

د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان او منځنۍ اسیا ټولنه چې مرکز یې په لندن کې دی وایي، هڅه به وکړي چې تر راتلونکو دریو کلونو پورې د هیواد په نیمایي ولایتونو کې ورته دفترونه پرانیزي.

د ټولنیزو چارو یو شمیر کارپوهان وایي چې ددې ډول دفترونه پرانستل د عامو افغانانو د حقوقي پوهې په لوړولو کې ښه رول لوبوي.

سمیع دره یي هم ورته نظر لري:

(دغه ادارې چې ډیر ملاتړي لري کولای شي په ټولنه کې ګټور کار وکړي، دوی کولای شي د قانون پوهنې د فرهنګ په غښتلتیا، مدني ټولنواو د ښاري ژوند د حقونو د پیژندلو په برخه کې ګټور کارونه وکړي.)

عام خلک هم ددې دفتر له پرانستل کیدو خوشحاله دي او وایي که چیرې ښې او ګټورې مشورې ورکړي په ټولنه کې به یې مثبت اغیز ډیر ژر احساس شي.

د محمد طارق او پروین په نوم دوو تنو کابل ښاریانو په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

(۱ اصلآ مشکل زمونږ دادی چې مونږ حقوقي مسایلو باندې نه پوهیږو، اکثره خلک له حقوقي مسایلو ډیر لرې دي، ددې لپاره دا ډول دفترونه ډیر مهم دي خصوصآ ځوانانو ته. دا دفترونه ډیر مناسب دي خو په دې شرط چې خلکو ته ښه مشوره ورکړي.

۲ نوم مې پروین ده د البیروني طب محصله، دا ټولو ته ګټور دی په ځانګړې توګه ښځو ته چې په وړاندې یې ظلم کیږي، هغه میرمنې کولای شي دلته مراجعه وکړي چې ملاتړي نه لري.)

افغانانو ته د حقوقي مشورو ورکول که څه هم په هیواد یو نوی ګام دی، خو که خلک له خپلو اساسي حقونو خبر شي د تاوتریخوالي او فساد کچه به هم تریوه حده را کمه شي.

کارپوهان وایي چې دغسې دفترونه باید په رسنیو کې خپل تبیلغات زیات کړي ترڅو د بشري حقونو په برخه کې زیانمن شوي خلک یې په ارزښت پوه شي او مراجعه ورته وکړي.
راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG