نجیب الله الوخېل
په خوست کې د منګلو او مقبلو قومونو تر منځ دعوه او لانجه، چې له لسګونو کالونو راپدیخوا روانه وه او دواړو غاړو ته په کې څو، څو ځلې مالي او ځاني زیانونه رسیدلي ول، بالاخره د سیمه ییزې ادارې او مشرانو په هلو ځلو حل و فصل شوه.
د خوست ولایت د منګلو او مقبلو لویو قومونو تر منځ د ځمکو او غرونو پر سر اوږده لانجه، چې ډېر کله په کې وسلوالې جګړې شوي او دواړو خواوو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتي، بالاخره د سیمه ییزې ادارې او د خوست د قومونو، علماوو او مشرانو له درې کلنو هلو ځلو وروسته د دواړو خواوو په رضایت او خوښه حل و فصل شوه.
د ولایت مقام ویاند مبارز محمد ځدراڼ هغه غونډې ته چې د فیصلې د ابلاغ په خاطر د بیلابیلو قومونو د مشرانو ، سیمه ییزو چارواکیو، د یو شمېر سازمانونو او مدني ټولنو د غړو او د یادو قومونو د استازیو په ګډون رابلل شوې وه، د دواړو قومونو پولې د فیصلې له مخې په دې توګه اعلان کړې:
"د جنوب له خوا د لیونی کندې څخه شروع په مستقیم خط تر سنځلۍ کلي پورې، په غربي اړخ کې د کنډو منځ ته رسیږي، چې له فاصل خط څخه به دواړو شرقي او غربي طرفونو ته پنځه، پنځه سوه متره عرضاً چې جمله زر متره کیږي، دولت د فعلي پروژو د تطبیق په خاطر مشخص او ځانګړی کړ، همدا راز بیا دغه مستقیم خط د پورته ذکر شوي شمالي نقطې څخه شروع په مستقیم خط د ګورګورۍ کلي غرب لوري کنډو ته وصل او رسیږي، چې بیا دغه خط په غربي طرف کې خط فاصل وټاکل شو."
سره له دې چې داسې تصور نه کیده، چې منګلو او مقبلو قومونو اوږدې لانجې ته حل لاره وموندل شي، خو د فیصلې له ابلاغ وروسته د دواړو قومونو د مشرانو له حالت څخه داسې څرګندیده، چې دوی په فیصله اعتراض نه لري او دواړو خواوو ته کاملاً د منلو وړ ده.
په ناسته کې د منګلو د قوم په استازیتوب حاجي نیازبین او د مقبلو قوم په نماینده ګۍ قوماندان سخي محمد په خپلو خبرو کې پر فیصلې خپل رضایت څرګند کړ او په دې لاره کې يې د هغو کسانو مننه وکړه، چې په دې لاره کې يې درې کاله هلې، ځلې کړې وې:
"زه د منګلو قوم په نماینده ګۍ چې څومره زموږ په دې موده کې والي صیب او نورو چارواکیو ډېرې هلې ځلې وکړلې، همدارنګه قومي شوراګانو او کمیسیونونو هم زموږ په مخکې ډېرې هلې ځلې وکړې، زه له دې کبله له دوی بخښنه غواړم چې دوی به موږ په تکلیف کړي وي، زموږ په مخکې يې ډېرې هلې ځلې کړي دي، کومه پریکړه چې دوی موږ ته وکړه، موږ ته د منلو وړ ده او منو به يې.
زه قوماندان سخي محمد مقبل یم، د ۱۳۸۸ کال د ثور په لسمه نیټه زموږ او منګلو د قوم تر منځ جګ او شخړه راغله، له دې مودې وروسته دا دی تقریباً څلور نیم کاله تېر شول، د دې مشکلو د حل لپاره والي صیب او نور ملګري يې اخته ول، اخر يې نن دا مسله حل کړه، دغه پریکړه چې شوې ده، زموږ د منګلو قوم له پاره د منلو وړ ده او منو يې."
خوست والي عبدالجبار نعیمي وویل، چې په دې فیصله کې تر ډېره داسې هڅه شوې، چې دې اوږدې لانجې ته یوه معقوله او مناسبه حل لاره پیدا کړي، نه دا چې په دې کې د کوم لوري لږه یا ډېره ګټه په پام کې ونیول شي:
"یو طرفته ځمکه یا لږه، یا ډېره، یا بل لوري ته ځمکه یا لږه یا ډېره په دې فیصله نه کیږي، چې څوک ډېرې پيسې لري یا ډېر قوت لري، فیصله په دې کیږي، چې څرنګه شخړه حل کیږي او څنګه دواړه وروڼه منحیث د یو سالم افغان، منحیث د یو پښتون خپل په منځ کې د ورورۍ ژوند وکړي او فیصله به په همدې وي."
یو تن قومي مشر موسی جان ځدراڼ چې ډېر کله د دواړو قومونو د جګړو پر مهال سیمې ته د سولې او روغې جوړې له پاره ورغلی، دا فیصله د دواړه قومونو له پاره یوه لویه لاسته راوړنه بولي:
"په دغه وخت کې چې د دوی تر منځ لانجه پېښه شوه، جوماتونه ړنګ او د لمانځه نه وتلي، جمې او حجرې ړنګ، هغه فصلونه چې دوی په هغو لږو ځمکو کې کرلي وو، له منځه تللي وو، هغه ویالې پرچاوې شوې وې، د خلکو دا حالت ډېر قابل د زړه سوي وو."
د یادونې وړ ده په خوست کې تر اوسه هم د ډېریو قومونو تر منځ د ځمکو، بیدیاوو، غونډیو او غرونو پر سر دعوې او لانجې شته، چې کله نا کله د وسلوالو نښتو او مغلوبه جنګونو لامل ګرځیدلي دي.