راپور: جمیله ظریف
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون هیله څرګندوي چې؛ په امریکا کې د رابرت بیلز محاکمه په عادلانه توګه ترسره شي.
د دې کمیسون ویاند د پنجشنبې په ورځ ازادی راډیو ته همدا راز وویل چې؛ د پیښې د قربانیانو په غیاب کې باید د نوموړي په سزا کې هیڅ ډول تخفیف رانشي.
نن په امریکا کې د رابرت بیلز محکمه جریان لري، هغه د تیر میلادي کال په مارچ میاشت کې د کندهار د پنجوایي ولسوالی په دوو کلیو کې د شپاړسو ملکي افغانانو په وژنې تورن دې.
هڅه مو وکړه په دې هکله د افغان حکومت نظر هم واخلو خو د اړوندو ادارو مسوولینو یې په اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو ځیني عام افغانان وايي چې بیلز باید اعدام شي.
د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون خبرداری ورکوي چې؛ که د رابرت بیلز محکمه د هغه په هکله په عادلانه توګه پریکړه ونه کړي نو دا به له هغو افغانو کورنیو سره بې عدالتي وي چې بیلز یې د کورنی غړي وژلي دي.
د دې کمیسون ویاند رفیع الله بیدار د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې؛ نوموړي ته باید سخته سزا ورکړل شي، خو دا سزا یې مشخصه نه کړه.
د بشر د حقونو د کمیسیون ویاند وویل، باید د پيښې د قربانیانو په غیاب کې د نوموړي په سزا کې کوم تخفیف رانشي.
رابرت بیلز هغه امریکایي سرتیری دی چې؛ د تیرکال په مارچ میاشت کې د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې د نهو ماشومانو په ګډون د شپاړلسو ملکي خلکو په وژنې تورن شو.
بیلز د دې لپاره چې؛ ځان له اعدام څخه وژغوري په تیرې جون میاشت کې یې د شپاړلسو ملکي افغانانو د وژلو په جرم اعتراف وکړ.
نوموړی اوس د عمر بند له سزا سره مخ دی، خو مدافع وکیلان یې د سزا د کمولو هڅې کوي.
اسوشیتید پریس خبري آژانس وایي چې د رابرت بلیز ورور ویلیام بیلز پرون په محکمه کې له قضایي هییت څخه وغوښتل چې د ورور په وړاندې یې له نرمښته کار واخلي ځکه هغه یو ملت پال امریکایی او یو ښه پلار دې.
د هغه پوځی مدافع وکیلان هم هیله مند دي څو قضایي هییت ته قناعت ورکړي چې بیلز د یوې نرمې سزا لایق دې ځکه هغه څلور ځلې په محارب ماموریتونو کې برخه اخیستې او دغه کار اغیز پرې کړې.
هڅه مو وکړه د نوموړي د محاکمې د بهیر په اړه د افغان حکومت نظر هم راواخلو خو د اړوندو ارګانونو مطبوعاتي مسوولین یې په اړه څه ویلو ته حاضر نه شول.
بل خوا د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي وايي چې؛ بیلز باید د اعدا په سزا محکوم شي.
که بیلز مجرم وپیژندل شي هغه به لومړنی امریکایي عسکر وي چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په خاطر په اعدام محکومیږي.
د بیلز د محکمې لپاره چې په واشنګتن کې روانه ده له کندهار څخه نهه تنه د شاهدانو په توګه لیږدول شوي دي.