د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

هند به له ۲۰۱۴وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي


هند ژمنه کړې ده چې؛ دا هېواد به له ۲۰۱۴ م کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

هندي مقاماتو دا ژمنه د افغانستان د جمهوري ریاست له دوهم مرستیال سره چې له نوي ډیلي کتنه کوي، په خبرو کې کړې ده.

په عین حال کې هندي سوداګرو د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال کریم خلیلي تیره ورځ په نوي ډیلي کې د دې هېواد له ولسمشر،صدراعظم او نورو لوړ رتبه مقاماتو سره وکتل.

د کریم خلیلي د دفتر مشر عباس بصیر په تیلیفون ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دغو خبرو اترو کې هند ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د ښاغلي بصیر په وینا کریم خلیلي او د هند صدراعظم من موهن سنګ د افغانستان او هند ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو په رڼا کې د سیاسي ،امنیتي او سوداګریځو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

دواړو خواو پردې تمرکز کړی چې څرنګه افغانستان ته او بیا له دغه ځایه منځنۍ اسیا ته د هند د مالونو د رسیدو لپاره ترانزیتي لارې وموندل شي.

د افغان ولسمشر د دوهم مرستیال او د هند د صدراعظم ترمنځ په خبرو کې د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته د ترکمنستان د ګاز د پایپ لاین د جوړیدو مسله هم یاده شوه.

د کریم خلیلي د دفتر مشر وړاندې وویل:

"افغانستان او بیا منځني اسیا ته د هندي مالونو د رسولو په مقصد د چا بهار بندر د پراختیا او د افغانستان له لارې ،پاکستان او بیا هند ته د ترکمنستان د ګاز د لیږد د پروسې په اړه خبرې او بحثونه وشول."

افغان چارواکي وايي، د هند صدراعظم من موهن سینګ خپل حکومت ته امر کړی دی چې د افغانستان د ټرانسپورت سیسټم د پیاوړتیا لپاره دغه هیواد ته له زرو څخه د زیاتو بسونو د ورکولو چارې هم ګړندی کړي.

د ښاغلي بصیر په وینا له کریم خلیلي سره په کتنه کې هندي سوداګرو د افغانستان د کانونو په ځانګړو توګه د حاجي ګک ،هرات او بامیانو په کانونو کې د پانګونې لپاره لیوالتیا څرګنده کړې ده.
XS
SM
MD
LG