د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

په چمن کې چاودنې دوه تنه وژلي، ۱۵ يې ټپيان کړي


پرون د بلوچستان په چمن سيمه کې د اورګاډي په تمځاى کې چاودنه شوې، چې دوه تنه يې وژلي او د دوو ښځو او دوو ماشومانو په شمول يې پينځلس تنه ټپيان کړي دي. د چاودنې مسووليت کومې ډلې نه دى منلى.

د چارشنبې په مازديګر د افغانستان پولي ته نژدې په چمن سيمه کې د اورګاډي په تمځاى کې په داسې وخت کې چاودنه وشوه چې؛ اورګاډى له مسافرو ډک وو او د کوټې پر لور يې حرکت کاوه. پوليس وايي چاودنه په هغه ځاى کې شوې چې خلکو د اورګاډي ټکټونه اخيستل او په دې وخت هلته زيات خلک را ټول شوي وو.

د چمن سيمې مرستيال کميشنر عبدالله داود وايي په دې چاودنه کې اورګاډي ته کوم زيان نه دى رسېدلى، خو عامو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده:

«د يوه موټرسايکل څنګ ته چاودېدونکې مواد په بکس کې ايښول شوي وو، چې په چاودلو سره يې پينځلس تنه ټپيان شول، په ټپيانو کې دوې ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي او له ټپيانو څخه د درېوو تنو حالت مرګونى دى چې په هغوى کې يوه تن ساه ورکړه او نور دوه مو د بيړنۍ درملنې لپاره کوټې ته لېږلي دي»

د وروستيو مالوماتو له مخې په دې چاودنه کې له ټپي کسانو څخه يوه بل تن هم ساه ورکړې او شمېر يې دوو تنو ته ورسېد. د دې چاودنې مسووليت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه دى منلى.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند دغه چاودنه په کلکه غندلې ده او دا يې د ترهګرۍ پېښه بللې ده. د پښتونخوا ګوند له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په چاودنه کې د دوى د ګوند يو تن وژل شوى او څو تنه نور يې ټپيان شوي دي.

دغه چاودنه پرون په داسې حال کې شوې چې نن چمن سيمې ته نيژدې په کلا عبدالله خان سيمه کې د پاکستان د مرکزي پارلمان د يوې څوکۍ لپاره ضمني ټاکنې کېږي او د پاکستان د ټاکنو د کميسون په وينا په سيمه کې د شفافو او سوله ييزو ټاکنو لپاره کلک امنيت نيول شوى دى.

راپور: بارکوال مياخېل، کوټه
XS
SM
MD
LG