د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ځوانانو غواړي، چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په راتلونکو انتخاباتو کې فعاله ونډه واخلي.
دا غوښتنه د چهارشنبې په ورځ د ځوانانو د نړېوالې ورځې د لمانځنې په مناسبت غونډه کې په کابل کې مطرح شوه.
د ځوانانو د چارو مرستیال تیمورشاه اسحاقزي، پر ځوانانو غږ وکړ، چې په راتلوونکو انتخاباتو کې داسې یوه چاته رایه ورکړي، چې د ځوانانو د ستونزو حل ته ډیر پام وکړي.
په کابل کې د ځوانانو نړېوال ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې؛ لا هم دوی د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له ډیرو ستونزو او ناخوالو سره مخامخ دي.
په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې تر ډیره پردې ټینګار وشو چې؛ ځوانان باید یو موټی شي او په راتلونکو انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو مرستیال تیمورشاه اسحاقزي له ځوانانو څخه وغوښتل چې؛ په راتلونکو انتخاباتو کې هغه کاندید ته رایې ورکړي چې؛ د دوی د ستونزو هوارولو ته ډیر پام وکړي:
"سږ کال د ځوانانو لپاره د یووالي شعار دي باید په راتلونکو انتخاباتو کې له ځوانانو څخه د وسیلې په توګه کار وانه خیستل شي او ځوانان باید هڅه وکړي ترڅو پروګرام ته رايي ورکړي نه شخص ته، هغه پروګرام ته چې د ملت په ګټه وي او د ځوانانو قوي شتون په راتلونکي نظام کې تضمین کړي."
ښاغلي اسحاقزي وویل، څلور میاشتې وړاندې د ځوانانو د ستونزو د حل په هدف په یوې ملي ستراتیژي کار پیل شوی چې؛ له مخې به یې تراتلونکو پنځو کلونو پورې ځوانانو ته په تعلیمي او روغیتايي چارو کې اسانتیاوي برابرې شي.
راپورونه وایي چې؛ په افغانستان کې په سلو کې ۵۲ کسان د بیکارۍ له ستونزې سره مخامخ دي چې ډیرې یې ځوانان دي.
دغه راز په تیرو څوکلونوکې لسګونه زره ځوانان ونه توانیدل چې د لوړو زده کړو لپاره پوهنتونوته لاره پیدا کړي او دا هم ځوانان یوه لویه ستونزه بولي.
همدا شان د وسله والو مخالفینوله لیکوسره د یوشمیرځوانانو یوځای کیدل ،په نشه یې توکیود زرګونوځوانانوروږديدل او غیر قانوني مهاجرتونه د ځوانانولپاره نورې ستونزې بلل کیږي.
ځوانان وایي چې؛ افغان حکومت تراوسه د دوي د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات نه دي کړي.
دوو تنو ځوانانو په دې اړه خپل نظرونه آزادي راډیوته داسی بیان کړل:
"زما نوم امید او د دولسم ټولکي زده کوونکی یم ،ځوانان له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان دي کله چې ځوانان له ښوونځیو څخه فارغیږي نو دوي عالي تحصیلات نه شي کولاي،بیکارې خو له حد څخه زیاته ده.
باید هغه چاته راي ورکړو،چې خرڅ شوي نه وي خلکوته خدمت وکړي."
راپورونه وایي چې؛ دا مهال په افغانستان کې سلګونه زره ځوانان بیکاره دي،څیړونکي دا موضوع یوه لویه ټولنیزه اقتصادي او حتی امنیتي ستونزه ګڼي.
دوی وایي که چیرې د ځوانانو ستونزې په اساسي ډول حل نشي نو ښایي چې؛ دوي له نورو ناخوالو او ننګونو سره هم مخامخ شي.
مرضیه احمدزۍ