په افغانستان کې د ګوندونو یوه نوي سیاسي ایتلاف خپل موجودیت اعلان کړ او وې ویل چې؛ د جوړیدو هدف یې د افغانانو ترمنځ د باور رامنځ ته کول دي.
د ملي اعتماد د جبهې په نوم د دې نوي اتیلاف مشر محمد اکبري وویل چې؛ د هېواد د موجوده ستونزو هوارول او په دې اړه د خلکو په نظرونو کې د یووالي رامنځ ته کول د دوي له لومړیتوبونو څخه دي.
دغه جبهه د څلورو سیاسي ګوندونو، پوهانو او پخوانیو جهادي مشرانو له خوا جوړه شوه.
د مشرانو جرګې غړي د دې جبهې له مشرتابه څخه وغوښتل چې؛ خپل فعالیتونه د افغانانو د خدمت لپاره وقف کړي.
د موجوده نظام پیاوړي کول، د قانوني چوکاټ له لارې د سولې ټینګښت ته هڅې، د خلکو ترمنځ د باور رامنځ ته کول او د انتخاباتو په وړاندې د یو شمېر پرتو خنډونه لرې کول، د دې جبهې له عمده اهدافو څخه دي.
د ملي اعتماد د جبهې مشر محمد اکبري د سې شنبې په ورځ د دې جبهې د اعلانیدو پرمهال وویل چې؛ له نورو سیاسي ډلو سره به په همغږۍ کې د موجوده سیاسي، امنیتي او ټولنیزو ستونزو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.
ښاغلي اکبري د هېواد د سیاسي ډلو په یووالي ټینګار وکړ او وې ویل چې؛ له دې سره به د ټولو ستونزو د هوراي لارې چارې وموندل شي:
(د ملي اعتماد جبهه په پياوړي عزم او ارادې غواړي چې د یوه منظم پلان او میانه روۍ له لارې د هیواد په تحولاتو کې اغیزمن رول ولوبوي.
او له دې سره د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو ستونزو په مخنیوي کې خپل مسولیت ادا کړي.)
د وحدت اسلامي، ملي اعتدال، ملي انسجام او د کار او توسعې ګوندونه ددې جبهې غړیتوب لري.
دې جبهې په خپله دیارلس ماده یي پریکړه لیک کې وویل چې د ازادو او شفافو انتخاباتو غوښتوونکي دي او په انتخاباتو کې د یوه وړ کاندید ملاتړ کوي.
دوی په پریکړه لیک کې ویلي چې له بهرنیانو سره دداسې اړیکو ټینګول غواړي چې له اساسي قانون سره په ټکر کې نه وي.
د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار چې په دې غونډه کې ګډون کړی وو د ملي اعتماد له مشرتابه څخه وغوښتل چې خپل فعالیتونو د افغانانو د خدمت لپاره وقف کړي.
ښاغلي مسلمیار وویل چې؛ سیاسي ګوندونه باید له پخوانیو ترخو تجربو عبرت واخلي او د تکرار مخه یې ونیسي.
له دې پرته لسګونه نورې سیاسي ډلې هم په افغانستان کې فعالیت کوي خو داسې انتقادونه موجود دي چې دغه ډلې ترډیره شخصي ګټو ته کار کوي.
پر دې حرکتونو یو انتقاد دا دی چې یوازې په حکومت انتقادونه کوي او د مسایلو د حل لپاره له خپل لوري لازمې طرحې نه لري.