د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۵

له امریکا سره د امنیتي تړون په برخه کې ښه پرمختګونه شوي


د افغانستان د جمهوري ریاست چارواکي وايي چې؛ له امریکا سره د امنیتي تړون د مذاکراتو په اړه پرمختګونه شوي دي.

د جمهور رییس ویاند ایمل فیضي ازادي راډیو ته وویل چې؛ افغان حکومت له خپل لوري د ملي امنیت د شورا رییس رنګين دادفر سپنتا او د انتقال د پروسې مشر اشرف غني احمدزی د نویو مرکچیانو په توګه ټاکلی دي.

پخوا به دا مذاکرات په واشنګټن کې د افغانستان سفیر اکلیل حکیمي پرمخ وړلې.

د افغانستان جمهور رییس دا مذاکراتو په قطر کې طالبانو ته د دفتر د پرانیستلو په اعتراض کې تر اوسه ځنډولي دي.

له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه په مذاکراتو کې له شاوخوا دوو میاشتو ځنډ وروسته اوس داسې ښکاري چې؛ دا مذاکرات له سره پلیدونکي دي.

د جمهور رییس ویاند ایمل فیضي وايي چې؛ د افغان لوري دې مذاکراتو ته دوه نوي مرکچیان ټاکلي دي.

دا نوي مرکچیان د ملي امنیت د شورا رییس ډاکتر رنګين دادفر سپنتا او د انتقال د پروسې مشر ډاکتر اشرف غني احمدزی دی.

ښاغلي فیضي ازادي راډیو ته وویل چې؛ که خبرې ښې پرمخ ولاړې شي ښايي امنیتي تړون په نږدې راتلونکې کې نهايي شي او تایید لپاره ورته لویه جرګه هم راوبلل شي.

د افغانستان حکومت شاوخوا دوه میاشتې مخکې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستل کیدو په غبرګون کې دا خبرې ځنډولې وې.

افغان حکومت په دې دفتر د طالبانو د بیرغ او د لوحې پورته کیدل د هغو تضمینونو پر خلاف وبلل چې؛ امریکا د دې دفتر په اړه افغان حکومت ته ورکړي و.

امریکايي چارواکي ټنیګار کوي چې؛ دا تړون باید د روان میلادي کال د اکتوبر تر میاشتې پورې لاسلیک شي.

پخوا تر دې د افغانستان د جمهوري ریاست چارواکو ویلي و چې پر امنیتي تړون به تر هغو مذاکرات له سره نه پیلیږي، تر څو چې امریکا طالبان د افغانستان د سولې له عالي شورا سره خبرو ته نه وي کښینولي.

خو تر اوسه پورې طالبانو نه ده منلې چې له افغان دولت سره مذاکرات وکړي او د قطر دفتر یې هم بیرته تړلی دی.

افغان چارواکو همداراز ویلي و چې امریکا باید په افغانستان کې سوله او امن او له دې هیواد سره د مالي مرستو تضمین ورکړي، بیا به افغان حکومت له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک کولو ته حاضریږي.

تراوسه معلومه نه ده چې د امریکايي چارواکو له خوا په دې برخو کې افغان دولت ته څه نوې ژمنې ورکړل شوي دي.
XS
SM
MD
LG