د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۹

په پاکستان کې افغان سفارت د خپلواکۍ ٩٤مه کليزه ولمانځله


په پاکستان کې افغان سفارت د افغانستان د خپلواکۍ د ګټلو ٩٤مه کليزه ددغه هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې په شاندارو مراسمو ونمانځله.
غونډه د دوشبنې په ماښام په اوو نيمو بجو د اسلام اباد په سرينا نومي هوټل کې کې پيل شوه، چې د ماسخوتن تر ١٠ بجو پورې يې دوام وکړ.
د غونډې کوربنو په پاکستان کې د افغانستان سفير محمد عمر داودزي، د افغان سفارت کلتوري اتشې زردشت شمس، د افغان کډوالو د چارو رييس مصري خان مومند او د سفارت نورو کارکوونکيو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه.
سربېره پر دې په خيبر پښتونخوآ کې د افغانستان قونسل او مرستيال قونسل حاجي معراج بهسودوال هم د نمانځغونډې ګډون کوونکيو ته ښه راغلى وايه.
په نمانځغونډې کې د پاکسستان د بېلابېلو سياسي ګوندونو استازيو ګډون کړى و. همداراز د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو، د عوامي نشنل ګوند د سنده ايالت مشر شاهي سعيد، د مسلم ليګ ق مشر چوهدري شجاعت حسين او ددغه ګوند وياند مشاهد حسين په ځانګړې توګه د افغانستان د خپلواکۍ د څلور نويمې کليزې د نمانځغونډې لپاره اسلام ابآد ته راغلي وو.
په دغه نمانځغونډه کې په پاکستان کې مېشتو د نورو هېوادونو سفيرانو هم ګډون کړى و، چې په دغو کې امريکا د متحده ايالاتو سفير رچرډ اولسن نوم د يادونې وړ دى. سربېره پر دې په دغه نمانځغونډه کې د بريتانيې سفير، د متحده عرب اماراتو سفير، د کاناډا سفير، د چين سفير، د فلسطين سفير او د نورو اروپايي هېوادونو د سفيرانو هم ګډون کړى وو.
په نمانځغونډه کې د افغان ځوانانو مست اتڼ هم وکړ، چې د مېلمنو په تودو چکچکو بدرګه شو. همداراز افغان هنرمندانو مېلمنو ته ملي نغمې هم واورولې.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د خپلواکۍ د ٩٤مې کليزې په دغه پرتمينې نمانځغونډې کې پر سفيرانو او پاکستاني سياسيونو سربېره د افغانستان او پاکستان لسګونو ژورنالېستانو، د سياسي چارو کارپوهانو ، د افغان کډوالو استازيو او د پاکستان له بېلابېلو سيمو څخه راغليو افغان محصلينو هم ګډون کړى وو.
د غونډې په پاى کې د افغان سفارت کلتوري اتشې زردشت شمس د راغليو مېلمنو مننه وکړه، چې د افغانستان د خپلواکۍ په نمانځغونډه کې يې ګډون وکړ.
دغه پرتمينه نمانځغونډۀ د شپې په ١٠ بجو پاى ته ورسېده.
XS
SM
MD
LG