په افغانستان کې د پوهنې وزارت له رسنیو څخه وغوښتل چې؛ په خپلو پروګرامونو کې د سواد د زده کړې عامولو ته ځانګړي پام وکړي.
د پوهنې وزارت مسئولینو دغه غوښتنه د یکشنبې په ورځ د رسنیو له مسئولینو څخه په یوه غونډه کې وکړه.
په عین وخت کې د پوهنې وزارت وايي، چې د سواد زده کولو نوي ملي ستراتیژي به په راتلونکو دو اونیو کې بشپړه شي.
د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، دمګړۍ په هېواد کې ۶۵ فیصده خلک سواد نه لري او ټینګار کوي چې رسنۍ دې د سواد د عاملو لپاره لا زیات کار وکړي.
د سواد د زده کړې په برخه کې پوهنې وزارت مرستیال همایون رسا د دوشنبې په ورځ د یو ورځنې سیمینار په ترڅ کې د رسنیو له مسولینو څخه وغوښتل، ترڅو د رسنیو له لارې د خلکو لپاره ځانګړې تعلیمي پروګرامونه جوړ کړي.
نوموړی وايي، په هېواد کې د سواد زده کړې ته پوره پام نه کیږي، چې رسنۍ د خلکو د پوهاوي په برخه کې مهم رول لري:
"لومړی موږ له رسنیو څخه غواړو ترڅو په خپلو پرګوامونو کې خلکوته د زده کړې د اهمیت به اړه عامه پوهاوي ورکړی، دویم قدم کې د خپرونوله لارې درسی چارې ورسوي،بل د تعليمي پروګرامونو په اړه خبرونه خپاره کړي تر څو خلک د سواد زده کولو ته وهڅول شي."
ښاغلي رسا زیاتوي چې؛ هرکال افغان دولت خلکو ته د سواد د ور زده کولو لپاره شل میلیونه ډالره لګوي او د سواد د زده کړې هر زده کوونکي ته په کال کې دوه ډالره ځانګړې کیږي.
خو په عین وخت کې ښاغلي رسا وايي، چې په هیواد کې د سواد د زده کړې لپاره به تر راتلونکو دوو اونیوپورې یوه نوې ملي ستراتيژي بشپړه شي.
د نوموړي په وینا د دې اوه کلنه ستراتیژۍ په تطبیق سره به په افغانستان کې د سواد کچه شپیتو فیصدو ته ورسیږي.
د پوهنې د وزارت د مرستیال د معلوماتو له مخې افغانستان د یو سلو پنځو هیوادونو په ډله کې د هغو پنځو هیوادونو له جملې څخه دی چې د سواد سطحه پکې تر ټولو ټیټه ده.
اوس مهال په افغانستان کې ۳۴ فیصده وګړې سواد لري.
هاخوا بیا په افغانستان کې د سویلې آسیا د خپلواکو رسنیو د بنسټ مشر ضیا بومیا وايي، راډیو ګانو د زده کړې د پراخیتا په اړه خپل مسولیتونه تر یوځایه ادا کړي خو دولت ته په کار ده چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همکاري ټولو رسنیو ته یو ملي ستراتیژي جوړ کړي:
"زه فکر کوم چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پوهني وزارت ته داسې یو پلان جوړ کړي چې له مخې هم معلومات شریک کو،او هم اطلاعات له خلکو سره شریک کو،بنا زموږ غوښتنه به حکومت څخه دا ده چې رسنیو ته سپارښتنه وکړي، چې په خپلو ۲۴ ساعتونو کې نیم ساعت خلکو ته تعلیمي پرګرامونه خپاره کړي."
په افغانستان کې پخوا هم ځینې دیني عالمانو پر رسنیو په خاصه توګه تلویزیونونو انتقادونه کړي و، چې خلکو تعلیمي پروګرامونه کم لري او د خپرونو ځینې برخې یې د افغانستان د خلکو له فرهنګ سره سر نه خوري.
کتوونکي وايي، اوس مهال له زده کړې پاتې یو شمیر ځوانان په ګاونډیو هیوادونو کې په مزدوریو مصروفه دي او یا هم د مخالفینو لیکو ته ورغلي دي.