چارواکي وايي، په ميدان وردګو کې د طالب وسله والو پر ضد عمليات شوي دي، چې پکې دوولس تنه وسله وال ژوند نيول شوي دي، دوی وايي، په دغو عملياتو کې اوو تنو نورو وسله والو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
چارواکي وايي، د ميدان وردګو په جلرېز او جغتو ولسواليو کې د عملياتو او يوې نښتې له امله دوولس تنه وسله وال نيول شوي، څلور نور وژل شوي او دوه تنه ټپيان شوي دي.
دوی وايي، ټپي شوي وسله وال دواړه پاکستانيان دي.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، د ملي اردو کمانډو ځواک وړمه شپه د دغه ولايت د جلرېز ولسوالۍ په څو کليو کې عمليات کړي دي، چې څلور تنه وسله وال پکې وژل شوي او دوولس نور ژوندي نيول شوي دي.
دی وايي، پرون بيا د دغه ولايت په جغتو ولسواليو کې هم د پوليسو او طالبانو تر منځ نښته شوې، چې پکې د طالبانو لوري ته د مرګ ژوبلې ور اړولو ادعا کوي:
"د جلرېز ولسوالۍ په اسماعيل خېلو، علي خېلو، پول هوايي او ځينو نورو سيمو کې د ملي اردو کمانډو ځواک عمليات کړي دي، چې پکې څلور تنه طالبان وژل شوي او دوولس نور ژوندي نيول شوي دي، په دې سربېره پرون په جغتو ولسوالۍ کې د پوليسو او طالبانو تر منځ نښته شوې، چې پکې يو تن وسله وال وژل شوی او دوه پاکستاني وسله وال ژوبل شوي دي."
خوګياڼی وايي، په عملياتو او نښته کې سرتېرو او عامو وګړو ته کوم ځاني نه دی اوښتی.
خو طالب وسلوال بیا په عملیاتو او نښته کې خپل لوري ته ور اوښتی مرګ ژوبله ردوي او دا هم نه مني چې ګواکې ۱۲تنه ملګري دې يي نیول شوي وي
سيدشاه