د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۵

"ولسمشر کرزی د روانې میاشت په پای کې پاکستان ته ځي"


وروسته له څو اونیو تودو بحثونو پاکستان ته د افغان ولسمشر د سفر نېټه ځانګړې شوه. د ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر، کریم خرم دا تایید کړه چې؛ افغان ولسمشر د روانې میلادي میاشتې په وروستۍ اونۍ کې اسلام اباد ته سفر کوي.

د افغانستان حکومت له ډیرې مودې راهیسې پر دې ټینګار کاوه چې؛ ولسمشر کرزی به یواځې له یوې ځانګړې اجنډا سره اسلام اباد ته سفر وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي وو چې؛ د جمهور رییس دا سفر به تشریفاتي نه بلکه یو عملی او موثر سفر وي.

اوس چې دې سفر ته وخت ځانګړی شوی دی؛ داسې ښکاري چې، ځانګړې اجنډا برابره شوې او افغان مقامات دې ته سترګې په لاره دي چې؛ دا سفر به عملي او موثرې پایلې ولري.

د افغان ولسمشر د دفتر رییس کریم خرم ازادي راډیو ته په تیلفون کې دا تایید کړه چې؛ ولسمشر کرزی به د اګست د میاشتې په وروستۍ اونۍ کې اسلام اباد ته ولاړ شي خو هغه د سفر د اجنډا په اړه څه ونه ویل.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اعزاز احمد چوهدري؛ هم په دې اړه پرون په خبرې کنفرانس کې وغږېده او ویې ویل چې، ولسمشر کرزی به د پاکستان له مشرانو سره په بیلابیلو مسایلو له هغې ډلې وروسته له ۲۰۱۴ کاله د افغانستان په اړه خبرې وکړي:

"پاکستان او افغانستان په خپلو کې پراخې اړیکې لري. دا یوازې سیاسي اړیکې نه، بلکه د سوداګرۍ او د خلکو خپل منځي اړیکې هم دي. د افغان مهاجرو مساله او د دوه اړخېزو اړیکو یو ستر لیست د اجنډا لپاره برابر شوی دی او معلومداره ده چې وروسته له ۲۰۱۴ کال څخه به د افغانستان د وضعیت په اړه به خبرې کیږي."

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دغه راز وویل؛ پاکستان ته د جمهور رییس کرزي د سفر پرمهال به په سیمه ییزو مسالو او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته حالت باندې هم خبرې وشي.

خو افغان مقاماتو په دې اړه چې دقیقا به افغان ولسشمر له پاکستانه د څه شي غوښته وکړي او اسلام اباد به یې غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي کنه؛ په څرګنده توګه خبره نه ده کړې.

دا مساله د دې سبب شوې چې؛ سیاسي کتونکي هم د دې سفر په اړه ډیر خوشبینه نه وي. د کابل پوهنتون استاد لطیف نظري ازدي راډیو ته وویل چې؛ فکر نه کوي د پاکستاني جنرالانو نظر دې د افغانستان په اړه بدلون کړی وي:

"دا لا په ځانګړي توګه نه شو ویلی چې؛ دا اجنډا به د پاکستانیانو له خوا منل شوې وي. زه فکر نه کوم چې دا سفر به د افغانستان لپاره کومه ځانګړې لاسته راوړنه ولري. علت یې دا دی چې، د افغانستان د حالاتو په اړه د پاکستاني طالبانو نظر کې بدلون نه دي راغلی."

کابل هر کله ادعا کوي چې، د افغان حکومت مخالفینو ته په پاکستان کې پناه ورکول کیږي او د پاکستان د استخباراتو د ادره "ای. اېس. ای" له خوا یې ملاتړ کيږي خو دا ادعا د اسلا م اباد له خو رد شوې ده.

خو هغه څه چې تقریباً ټول ورته په یوه نظر دي؛ هغه د افغانستان په ثبات کې د پاکستان رول دی.

سیاسی کتونکي په دې اند دی چې؛ پاکستان کولی شي، په کوټې او اسلام اباد کې د طالبانو مشران دې ته اړ کړي چې؛ د سولې په خبرو کې ګډون وکړي. د چارواکو په حواله ویل شوي چې؛ په قطر کې د طالبانو د ناکام دفتر په پرانیستلو کې پاکستان مهم رول درلود.

د نواز شریف په مشري د پاکستان نوی حکومت ژمنه کړي چې؛ له کابل سره به خپلې اړیکي ښې کړي او له پخوا څخه به د سولې په پروسه کې لا فعال رول ولوبوي.

ولسمشر کرزي هم په همدي هیله دا ځل د نواز شریف لېدو ته تللی او د دې تر څنګ له هغه به وغواړي چې؛ هېواد یې د افغانستان په سوله کې کې مهم رول ولوبوي.
XS
SM
MD
LG