امریکایي چارواکي وایی، چې په راتلونکي یوه کال کې به د دې هېواد هوایي ځواک ته لسګونه جنګي الوتکې ورکړي.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومندان د سې شنبې په ماښام له ایساف ځواکونو له مرستیال سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې؛ له دې ډلې څخه به نږدې شل الوتکې د سپتمبر تر میاشتې افغان هوایي ځواک ته وسپارل شي.
په دې خبرې غونډه کې د ایساف ځواکونو مرستیال وویل چې؛ افغان ځواکونه تر پخوا ډیر پیاوړي شوي او دا مهال د افغانستان د اتیا فیصده وګړو امنیت ساتنه د دوي پرغاړه ده.
په افغانستان کې امریکایي او ایساف ځواکونه وایي چې؛ د افغان هوایي ځواکونو د تجهیز او روزنې لړۍ په جدي توګه روانه ده.
دوی وایي چې؛ تریوه کاله به افغان ځواکونوته ډول ډول جنګي الوتکې ورکړې شي او همدا اوس د افغانستان د هوایی ځواک د څه باندې سل تنو افسرانو روزنه د بهرنیو پوځیانو لخوا په منظم ډول دوام لري.
په کابل کې د امریکا د هوایی ځواک قومندان جنرال کینیت ویلسبک د سې شنبې په ماښام د ناټواو آیساف ځواکونوله یوشمیرقومندانانوسره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې اتلس جنګي الوتکې به د روان کال د سپتمبرپه میاشت کې افغان هوایی ځواکونو ته ورکړل شي:
"له ننه د راتلونکې کال تر همدې میاشتې پورې افغان ځواکونه دوه څلویښت ام آې- ۱۷ ډوله جنګي الوتکې ترلاسه کوي اودا الوتکې د افغانستان د هوایی ځواکونو لپاره ډیرې مهمې دي.
د همدې کال په اکتوبرکې دوه ،سی-۱۳۰ ډوله او له هغې وروسته دوه نورې جنګي الوتکې افغان هوایی ځواکونو ته وسپارل شوې".
د افغانستان د هوایی ځواکونو د تجهیزاو پیاوړي کولو خبره د ناټو د غړیو هیوادونو په بیلا بیلو غونډوکې یاده شوې،د دې تړون غړیو هیوادونو ژمنه کړې چې تر ۲۰۱۷ میلادي کاله پورې به لسګونه پوځي الوتکې افغان هوایی ځواکونو ته ورکړي.
په عین حال کې د امریکا دفاع وزارت شاوخوا دوه میاشتې مخکې اعلان وکړ چې؛ د افغانستان د هوایي ځواکونو لپاره د روزو بورون اکسپرت له روسي شرکت سره د ام،اې اولس ډوله هیلو کاپټرو پراخیستلو موافقې ته رسیدلی دی.
امریکایی چارواکو ویلي چې؛ د دې دیرش هیلې کاپټرو ارزښت به پنځه سوه څلور پنځوس ملیونه ډالرو ته ورسیږي.
په عین حال کې په افغانستان کې د آیساف ځواکونو مرستیال جې جې لوریمر وویل چې افغان ځواکونه ترپخوا ډیرپیاوړي شوي او کولای شي د خپل هیواد امنیت ټینګ کړي:
"د خلکوترمینځ د افغان امنیتی ځواکونو اعتماد ورځ تربلې د زیاتیدو په حال کې دی د ډموکراسي انټرنشنل په یوه تازه څیړنه کې راغلي چې د افغانستان اتیا فیصده خلک پردې ځواکونوباور لري.
په عمل کې دې ځواکونو ښه فعالیتونه درلودل د بیلګې په توګه د ننګرهارپه حصارک او د لوګرپه ازرې ولسوالۍ کې د سیمرغ عملیات.
دا عملیات د افغان ځواکونو لخوا په خپلواک ډول پلان او ترسره شول".
امریکایي او نا ټو چارواکو تردې وړاندې هم په ټینګار سره ویلي چې دوی د افغان هوایی ځواکونو د پیاوړتیا لپاره جدي هلې ځلې کوي او تردې وړاندې هم متحده ایالاتو اولس هیلې کاپټرې افغان هوایی ځواکونو ته ورکړیدي.
خوافغان حکومت څرګنده کړې چې له دې وړاندې له افغانستان سره مرسته شوې الوتکې زړې دي او باید چې امریکا او ناټو افغان ځواکونه په عصري او لوړ معیار تجهیز او پیاوړي کړي.
نسیم شفق